1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه غواړي د پناه غوښتني سیاست له سره تنظیم کړي

۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبه

د فرانسې حکومت غواړي په راتلونکو دوو کلونو کي د پناه غوښتونکو او قبول سویو کډوالو له پاره ۱۲۵۰۰ نوي سرپناوي جوړي کړي خو په عین حال کي به رد سوي پناه غوښتونکي په قاطعیت سره اخراج سي.

https://p.dw.com/p/2gf17
Frankreich Flüchtlingskinder in Calais
انځور: Getty Images/M. Turner

دغه خبر د فرانسې صدراعظم ادوارد فلیپ، د پناه غوښتني د یوه نوي پلان د وړاندي کولو پر وخت په پاریس کي ورکړ. د هغه په خبره د فرانسې د پناه غوښتني په قانون کي اصلاحات هم په پام کي نیول سوي دي چي په راتلونکي سپټمبر میاشت کي به پر لاري واچول او طرحه به یې وړاندي سي.

که څه هم فلیپ ومنله چي فرانسې ته ډیر پناه غوښتونکي نه دي راغلي او دغه هیواد د اروپا د نورو هيوادونو په څیر د مهاجرت د کړکیچ له امله نه دی اغیزمن سوی خو فرانسه بیا د پناه غوښتونکو د سرپناوو د مشکل سره ډیره مخامخ ده. د فلیپ په خبره څه ناڅه ۴۰ سلنه پناه غوښتونکي دولتي سرپناوو ته لاس رسی نه لري.

تر ټولو یو لوی مشکل د فرانسې شمال کاله دی، د کومه ځایه څخه چي ډیری پناه غوښتونکي غواړي بریتانیا ته ولاړ سي. د فرانسې په پلازمینه پاریس کي هم په تکرار سره پر عامو محضرونو باندي د پناه غوښتونکو خیمې او کمپونه جوړیږي.

د پروسې چټک کیدل

صدراعظم  ادوارد فلیپ، همدارانگه وویل چي په راتلونکي کال کي به د پناه غوښتونکو له پاره ۴۰۰۰ نوې سرپناوې او ۲۰۱۹ کال کي نوري ۳۵۰۰ سرپناوې جوړي سي. په همدغو دواړو کلونو کي به سربیره پر دې د قبول سویو پناه غوښتونکو دپاره ۵۰۰۰ نوي سرپناوي هم جوړي سي.

د دې تر څنگ به د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو په اړه ژر تصمیم ونیول سي. په دې ډول سره به د هري دوسیې وخت د اوس ۱۴ میاشتو څخه ۶ میاشتو ته راکم سي. فرانسې په ۲۰۱۶ م کال کي د پناه غوښتونکو ۸۵۰۰۰ عریضې درج کړي دی چي تر آلمان ډیري کمي دي.

پر دې سربیره د فرانسې حکومت غواړي رد سوي پناه غوښتونکي په قاطعیت سره اخراج کړي. تیر کال د ۹۱۰۰۰ کډوالو له ډلې څخه ۳۱۰۰۰ یې رد سوي او د وتلو غوښتنه ورڅخه سوې وه خو په عمل کې بیا تر ۲۵۰۰۰ لږ کسان له فرانسې څخه وتلي دي. فلیپ وايي چي دغه اندازه د قبول وړ نه ده.