1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د محافظه پاله گوند د مشرۍ پر سر لانجه راپورته شوې

۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16lQk

د فرانسې د محافظه پاله گوند UMP د نوي د مشر د ټاکل کیدو په سر لانجې راپورته شوي دي. پخوانی لومړی وزير فرانسوا فیو، او له ډیرې اوږدې راهیسې د دغه گوند عمومي منشي جان فرانسوا کوپیه، ځانونه د گوند د مشرتابه له پاره د تر سره شوو ټاکنو گټونکي بولي.

۴۸ کلن کوپیه، په لومړي سر کې د یکشنبې په ورځ د ټاکنو د گټونکي په توگه ادعا وکړه. تر دې لږ وروسته ۵۸ کلن فیون وویل چې دغه ټاکنې یې د ۲۲۴ رایو په تفاوت سره گټلي دي. خو هغه ویلي دي چې دغه پایلې د ټاکنو د کمیسیون له لوري هم باید تائید شي. د محافظه پاله گوند د نوي مشر ټاکل کیدو له پاره له ۳۰۰ زرو غړو څخه غوښتل شوو وو چې خپلې رایې وکاروي.