1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه د افغانستان څخه ۱۰۰۰ تنه سرتيري باسي

۱۳۹۰ تیر ۲۱, سه‌شنبه

د فرانسې ولسمشر نکولای سرکوزي په يو ناڅاپي سفر کابل ته رسيدلی. تر څو د افغان ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کي ميشت فرانسوي ځواکونو سره وګوري. د ۲۰۰۷ م کال را پديخوا دا د سرکوزي افغانستان ته دريم سفر دي.

https://p.dw.com/p/11tOc
نيکولا سرکوزي او حامد کرزی په کابل کي د خبري غوني پر مهال
نيکولا سرکوزي او حامد کرزی په کابل کي د خبري غوني پر مهالانځور: dapd

سرکوزي ويلي چي، د راروان کال تر پايه به د خپلو پوځونو يوه برخه له افغانستان څخه را وباسي. دا خبري سرکوزي افغانستان ته تر ناڅاپي سفر وروسته په سروبي کي د فرانسوي ځواکونو په پوځي اډي کي کړي.

سرکوزي په پوځي اډه کي د ژورناليستانو سره د خبرو پر وخت ويلي:« دا ضروري ده چي جګړې ته د پای ټکی کښېښودل سي. دا پوښتنه هيڅ کله نه وه را ولاړه سوې چي په افغانستان کي به پوځونه د تل له پاره پاته کيږي.»

فرانسه په افغانستان کي شاوخوا ۴۰۰۰ سرتيري لري چي زياته برخه يي د کابل ولايت په سروبي ولسوالي کي ميشت دي او پاتي برخه يي د کاپيسا په ولايت کي دي.

هغه ويلي چي د ۲۰۱۲ م کال تر پايه به له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰ تنه سرتيري راوباسي. تر دي وړاندي انګلستان او برتانيې هم د افغانستان څخه د خپلو پوځونو د را ايستلو اعلان کړی.

په پام کي ده چي د ۲۰۱۴ م کال تر پايه به له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه را ووځي او د امنيت مسؤليت به افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

تر دي وړاندي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۲ م کلا تر دوبي له افغانستان څخه د ۳۳ زره سرتيرو د ايستو اعلان کړی، همدا راز انګلستان هم ويلي چي د راروان کال تر پايه شاوخوا خپل ۵۰۰ سرتيري له افغانستان څخه باسي.

د تيري پنجشنبې په ورځ د کاناډا پوځ په افغانستان کي خپل رسمي ماموريت ته د پای ټکی کښېښود او خپل۳۰۰۰ سرتيري چي په کندهار کي ميشت ول د افغانستان څخه وايستل.

په پام کي ده چي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر ليدو وړاندي به سرکوزي په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځونو قوماندان جنرال ډيوډ پيټريوس سره هم وګوري.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل