1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«فرانسه به د فلسطین په رسمیت پيژندلو غور وکړي»

۱۳۹۴ بهمن ۱۰, شنبه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورای د پنځو دایمي غړو هیوادونو څخه فرانسې ویلي دي که د پاریس حکومت له خوا د فلسطین او اسرائيلو تر منځ د سولی د خبرو اترو کوښښونه ناکامه شي، نو فرانسه به فلسطین په رسمیت وپيژني.

https://p.dw.com/p/1HmC9
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ملگرو ملتونو د امنیت شورای د پنځو دایمي غړو هیوادونو څخه فرانسې ویلي دي که د پاریس حکومت له خوا د فلسطین او اسرائيلو تر منځ د سولی د خبرو اترو کوښښونه ناکامه شي، نو فرانسه به فلسطین د یو خپل واکمن هیواد په توگه په رسمیت وپيژني.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاوران فابیوس، په خبره فرانسه په منځني ختیځ کې د امن د کوښښونو په ترڅ کې د یوه نړیوال کنفرانس د جوړولو په هڅه کې ده.

د فرانسې له پلازمېنې څخه د ایسوشیټډ پرس د رپوټ په حواله، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر لاوران فابیوس ويلي دي چې د دوی حکومت په منځني ختیځ کې د امن د کوښښونو په ترڅ کې د یوه نړیوال کنفرانس د جوړولو په هڅه کې دی. د فابیوس په خبره که چیرې دغه هڅې ناکامه شي، نو فرانسه به د فلسطین خپل واکمنه اداره د یو مستقل دولت په توگه په رسمیت وپيژني.

فابیوس د جمعې په ماښام (د جنوري میاشتې۲۹) د فرانسوي دیپلوماتاتو یوې غیر رسمي غونډې ته په وینا کې وویل: د هغه نړیوال کنفرانس هدف چې د جوړولو هڅه یې کیږي د دوو هیوادونو په توگه د اسرائيل او فلسطین د شخړې حل لارې ته عملي جنبه ورکول دي.

فابیوس زیاته کړه چې د دې موخې له پاره به د دواړو خواو (فلسطین او اسرائیل) تر څنگ د امریکا متحده ایالاتو، اروپایې اتحادیې او عربي هیوادونو سره په گډه کار وشي. د دې ترڅنگ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل: «که دغه کنفرانس هم ناکامه شي، نو فرانسه باید د فلسطین خپلواکمنه اداره د یو مستقل دولت په توگه په رسمیت وپيژني.»

د فلسطین او اسرائیلو د شخړې د حل په برخه کې ډیر شمیر فلسطیني سیاستوال د دوو هیوادونو جوړیدو حل لارې په برخه کې د یو نړیوال کنفرانس جوړیدل غواړي. د دې تر څنگ دوی د ملگرو ملتونو د امنیت په شورای کې د یو داسې تړون تائيدل هم غواړي چې په هغې کې په فلسطیني سیمو کې د یهودانو له خوا د کورونو جوړولو د هر ډول ساختماني چارو د بندولو غوښتنه شوې وي.

داسې هیلې ټوکیدلي دي چې د منځني ختیځ د لسگونو کلونو شخړه ډیر ژر پای ته ورسیږي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د تیرې شپې د څرگندونو په هکله په ملگرو ملتونو کې فلسطیني دیپلومات ریاض منضور اسوشیټډ پریس خبري آژانس ته ویلي دي: «د فلسطین رهبري په راتلونکو څو اونیو کې د یوه نړیوال کنفرانس د جوړیدو د احتمال په هکله د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د وینا هرکلی کوي.»

د فرانسې له خوا د یو مستقل هیواد په توگه د فلسطین په رسمیت پيژندل کیدو د موضوع په اړه ریاض منضور زیاته کړه: «څه موده مخکې فرانسې موږ سره ژمنه کړی وه چې که د دوو هیوادونو د حل لارې د عملي کیدو او د نیول شوو سیمو د خالي کولو په برخه کې، کومه جامع حل لاره ژر تر ژره پيل نه شي، نو بالاخره فرانسه به فلسطین د یو مستقل هیواد په توگه په رسمیت وپیژني.»