1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فتوی: له نر ښځیانو سره هم واده کیدای شي

Abdulsatar, Islamabad۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبه

په پاکستان کې د بریلوي علماوو یوه تنظیم فتوی ورکړې ده چې له نر ښځیانو سره هم واده کیدی شي. په دغه فتوی کې راغلي دي چې هغه نرښځي چې ښځینه جسمي ځانگړتیاوې ولري له نارینه جسمي ځانگړتیاوو لرونکو سره واده کولای شي.

https://p.dw.com/p/1JEYQ
انځور: DW/D. Baber

په پاکستان کې د تنظیم اتحاد امت، نومې بريلوي ډلې یا تنظیم په وینا دغسې نر ښځي له عادي ښځو او سړو سره هم د واده کولو حق لري. د دغه تنظیم په وینا خو هغه نرښځي چې پکښې د نارینه او ښځینه نرښځي دواړه خصوصیتونه وي، هیڅ کله نکاح نه شي کولای.

په دغه فتوی کې وړاندې راغلي دي چې د نرښځیانو (په پاکستان کې ورته خواجه سرا ټکی کارول کیږي) جنازه باید هغه ډول تر سره شي لکه څرنگه چې د یوه عادي مسلمان او ښځې جنازه تر سره کیږي. د فتوې له مخې خواجه سرا په جایداد کې هم برخه لري او کوم مېندې او پلرونه چې دوی له جایداد څخه محروموي او له کورونو یې باسي، حکومت یې باید پر ضد گام واخلي.

د تنظیم اتحاد امت علماوو ویلي دي نرښځیانو پورې خندل، په هغوی پسې غږونه کول، پر هغوی ملنډې وهل یا په ټیټه سترگه ورته کتل په شرعي توگه جایز نه دي.

دغې فتوی د پاکستان ټولنیزو کړیو کې یو په زړه پورې بحث راپارولی دی. په ټولنیزو رسنیو کې دغه خبر ښه مشهور شوی دی. په فیسبوک کې ډیر شمیر کسانو د دغه خبر لېنک خپور کړی دی. په یوه تبصره کې لیکل شوي دي چې په وروستیو کې په پاکستان کې د نر ښځیانو په هکله د خواشینۍ خبرونه خپریدل خو اوس دا یو ښه خبر دی. د ټویټر یوه بل کارونکي لیکلي دي چې فتوی پیچلې خو په زړه پورې هم ده.

د پاکستان د علماوو شورا مشر علامه طاهر اشرفي، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د خواجه سرا په هکله د کومې فتوې ورکولو د مخه باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي، ځکه چې په دې کې ډیرې پیچلتیاوې شته. په دې برخه کې کومه ساده فتوی نه شي ورکول کیدای، بلکې هرې قضیې ته په انفرادي سترگه باید وکتل شي.»

خو هغه دا خبره ومنله «که چیرې په کوم نرښځي کې په جسمي توگه د نارینه صفات وي نو هغه له کوم بل داسې نرښځي سره واده کولای شي چې د ښځینه صفاتو لرونکی وي.»

پاکستاني سناتور تاج حیدر، ویلي دي: «دلته له نرښځیانو سره توپیري چلن ډیر پخوانی دی او دا له څو پیړیو راهیسې ادامه لري. ټولنیز چلن باید بدلون ومومي او په دې برخه کې د خلکو تر منځ شعور هم رابیداریږي. د نرښځیانو د ستونزو د حلولو یوه لاره کیدای شي چې د هغوی پر وړاندې د تعلیم دروازې پرانیستل شي، څو په مختلفو برخو کې گډون وکړای شي. کله چې هغوی په مختلفو څانگو کې وي نو د هغوی په ټولینزه مرتبه کې به هم خامخا یو بدلون راشي.»

خو د نرښځیانو د حقوقو له پاره کار کوونکی الماس بوبي وایي چې دغه فتوی به کوم اغیز و نه لري: «واده خو ډیره وړاندې خبره ده، حکومت خو دې لومړی موږ ته زموږ اساسي حقوق تعلیم، روغتیا، روزگار او کور راکړي، څو زموږ خلک ذلت او خواري و نه گالي، پر سړکونو خیرات و نه غواړي.»

د یوې پوښتنې په ځواب کې الماس بوبي وویل: «پوښتنه دا ده چې په دې هیواد کې چې کوم ښځو ودونه کړي هغوی چیرې خوشحاله دي. هره ورځ مېندې د بې وزلۍ له کبله ځانونه اوبو ته غورځوي. د لوږې له کبله ځان وژنې مخ پر ډیریدو دي. آیا د حکومت له لوري د دغه مېل د مخنیوي له پاره کومه هڅه کیږي. د واده په هکله فتوی خوش آینده ده. څوک چې د ماشومانو لرلو هیله نه لري هغوی دې زموږ د ټولنې له خلکو سره واده وکړي. هنرمندانو دلیپ کمار او محمد علي هم بې له اولاده ژوند تیر کړ. ښایي شیخ رشید (پاکستانی سیاستوال) هم د اولاد هیله و نه لري. نو دغسې خلک باید رامخ ته شي او زموږ د ټولنې له خلکو سره دې ودونه وکړي.»

الماس بوبي دا هم وویل که چیرې «یو څوک له دوی سره واده وکړي نو د ښځو په پرتله د کور چارې په ښه توگه سر ته رسولی شي. د جارو، پاکۍ، او لوښو پریمنځلو باندې نرښځیان پوهیږي. هغوی د ښو میرمنو په شان کار کولای شي.»

عبدالستار، اسلام آباد