1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فارياب: قومي مشران د روغتياپالو په خلاصون پسي وتلي

۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبه

تيره ورځ د فارياب ولايت دولت آباد ولسوالۍ ته څلور تنې روغتياپالي پر لاره د خپل موټر چلونکي سره يو ځای تري تم سوي.

https://p.dw.com/p/OzHg
«د سيمي خلک وايي چي قومي مخور را وتلي تر څو تښتول سوي کسان وژغوري»
«د سيمي خلک وايي چي قومي مخور را وتلي تر څو تښتول سوي کسان وژغوري»انځور: AP

د ژغورني د مرکز دغه دوې ښځينه ډاکټراني او دوې نرساني پرون سهار کله چي له مرکز ميمنې څخه د دولت آباد ولسوالۍ وروستي برخي يعني د سربند کلي ته د خلکو په غوښتنه رواني وې د لاري په اوږدو کي د خپل موټر چلونکي سره يو ځای تري تمي شوي.

د فارياب ولايت د اندخوی ولسوالۍ سرپرست ښاغلي آور دويچه ويلي آلمان ږغ ته وويل چي دغو څلورو تنو په نشه يي داروګانو د اخته کسانو درملنه کوله.

نجات سنټر له تيرو څو کلونو را پدي خوا په افغانستان کي په نشه يي داروګانو د روږدو کسانو د درملني په برخه کي فعاليت کوي.

هغه سيمه چي ترينه دغه څلور روغتيايي کارکونکي تښتول سوي د فارياب ولايت قرانقل ته نږدې يوه لري پرته سيمه بلل کيږي چي حکومت ورباندي کامله ولکه نه لري.

اوس د سيمي خلک وايي چي قومي مخور را وتلي تر څو تښتول سوي کسان وژغوري.

د سيمي د يو اوسيدونکی حاجي پيرام قل وايي چي تر اوسه په دقيقه توګه نده معلومه چي دغه کسان به چا تښتولي وي.

« په هغه سيمه کي چي دغه څلور کسان تښتول سوي، غله او ځيني د دولت مخالفين شتون لري، موږ په دقيقه توګه نه پوهيږو چي دا څلور ډاکټراني به اوس چيري وي او چا به د څه لپاره تښتولي وي».

دا لومړي ځل ندي چي په افغانستان کي صحي کارکونکي تښتول کيږي.

شاوخوا يوه مياشت دمخه د بدخشان او نورستان ولايتونو له لويي لاري د بهرنيو مرستندويانو يوه لس کيزه ډله وتښتول شوه.

که څه هم د فارياب د تښتوني په اړه طالبانو تر اوسه څه ندي ويلي خو هغه مهال طالبانو ويلي وو چي لس کسيزه ډله دوي تښتولي او وژلي يي ده .

هغه لس تنه د نړيوال مرستندوي ماموريت د موسسي کارکونکي ول چي پکي د امريکي او بريټانيي وګړي هم شامل ول.

تر اوسه پوري د افغان صحي مامورينو د دغي څلور کسيزي ډلګۍ پته نه ده لګيدلي.

نړيوال مرستندويان په وار وار طالبان د دغسي پيښو عاملين بولي خو طالبان په ځيني مواردو کي د ورته پيښو پړه مني خو په ځينو نورو کي بيا چوپه خوله پاته وي.

د دغه رپوټ تر خپريدو پوري د قومي مشرانو او مخورو هغه هڅي چي د دغو څلورو ډاکټروانو د خلاصون لپاره يي پيل کړي کومي پايلي ته ندي رسيدلي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل