1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غور: يو آلمانی سيلاني د خپل افغان ملگري سره وژل سوی

۱۳۹۰ مهر ۳, یکشنبه

د غورولايت امنيتي چارواکي وايي، چي د هغه ولايت د دولتيار ولسوالۍ په سيمه کي د شبنې د ورځي په ماپښين يو تن آلمانی سيلاني د خپل افغان ملگري سره نا معلومو وسله والو په ‌ډزو وژلي او دوه تنه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/12g5t
د چغچران ښار يوه برخه
د چغچران ښار يوه برخهانځور: Alizadah

د غور د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير په يوه تلفوني تماس کي  دويچه ويله ته وويل، چي د دولتيار ولسوالي اړوند يوه سيمه کي يو آلمانی سيلاني باميانو ته د تلو پر مهال ناڅرګندو وسله والو د خپل افغان ملګري سره د ټوپک په ډزو وژلی:

« يو جرمنی وګړی، چي غور ولايت ته راغلی وه باميانو ته د تلو پر مهال دولتيار ولسوالي په يوه سيمه کي ناڅرګندو وسله والو د شنبې په مازيګر د خپل افغان ملګري سره د ټوپک په ډزو وواژه او دوه افغان ملګري يې ټپيان دي»

د غور والي عبدالله هيواد پرته له دې، چي د وژل سوي نوم په داګه کړي محلي رسينو سره په خبرو کي وژل سوی آلماني تبعه سيلاني وښوده، چي څو ورځي وړاندي دغي سيمي ته ورغلی وه.

هغه زياته کړې يوازي دمره خبر دی، چي دغه سړی د سفري ويزې او پاسپورت د وخت د تيريدو له امله پوليس په جريان کي اچولي وه، او هغوی هم په غور کي د تګ راتګ ډاډ ورکړی وو.

دا چي وژل سوی سړی څوکلن و؟ څه وخت غورته تللی و؟ او چاه وواژه؟ د غور د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر دا مهال ټولي پوښتني ځواب نکړې زياته يي کړه د پيښي ځای ته يي پوليس ليږلي ترکره څيړنو وروسته به معلومات رسنيو ته ورکړي.

د غور يوه بل دولتي چارواکي، چي د وظيفوي اصولو پر اساس د نوم د نه خپرولو په شرط دويچه ويله ته خبري کولي وويل، پيښه د غور، مرکز چغچران او دولتيار ولسوالۍ ترمنځ کرک، نومي ځای کي رامنځته سوې ده.

څو موټرسيکل سپاره د شنبې ورځي ماسپښين ۴ بجې سړک ته راپورته سوه داکسان، چي د يوه صرف موټرپه سپرلي باميانو ته تلل له موټره پلي او په ډزو ووژل.

غور د افغانستان مرکزي ولاياتو څخه يو دی، چي تيرمهال نسبتاً امن ولايت ياديده خو په دا وروستيوکي يې هرات او کابل سره لاري ناامنه او وخت ناوخت د وسله والو داړو شاهدي وي. له دغه ولايت څخه د مسافرو لپاره هوايي خدمات هم محدود دي.

که څه هم په دغه سيمه کي په دې وروستيوکي د وسله واله داړو او د مسافرو د ازارولو څو پيښي رامنځته سوي دي، خو د يوه بهرني تبه وژل يي د خپل ډول نوې پيښه يادولای سو.

پر دې سربيره چي د يادي پيښي ترشاه د وسله واله طالبانو لاس لرل دولتي مامورين يادوي خو ددغه راپور تر بشپړيدو پوري هيڅ يوې ډلي مسؤليت په غاړه نه دی اخيستی.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زیارمل