1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غور: د امنيت د انتقال پروسې ته نه يو چمتو

۱۳۹۰ آبان ۱۶, دوشنبه

د غور ولايت د چاوراکو په خبره په هغه ولايت کي غير مسوولي وسله والي ډلي د امنيت د انتقال پروسې په وړاندي گواښ دي. د ځايي اوسېدونکو په خبره هلته اوس هم شخصي ډلي، پاټکونه او شخصي زندانونه سته.

https://p.dw.com/p/13691
د چغچران ښار يوه برخه
د چغچران ښار يوه برخهانځور: Alizadah

د غور چارواکي په داسي حال کي د وسله والو ډولو د گواښ خبره کوي، چي ټاکل سوې په نزدې راتلونکي کښي د امنيت د انتقال پروسې دوهم پړاو په ۱۷ ولايتونو کي پيل سي.

د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي وايي، چي هغه ولايت اوس د انتقال پروسې ته هيڅ ډول چمتوالی نه لري.

« زما په اند غور اوس مهال دې ته نه دی تيار، چي بهرني ځواکونه ځني ووزي. ځکه دلته لا هم په بېلابېلو ځايونو کي غيرمسوول وسله وال ګواښ دي، او افغان امنيتي ځواکونه د وسلو، تجهيزاتو او مسلکي کسانو د کمښت ستونزه لري»

د امنيت د انتقال پروسې په دوهم پړاو کي به، د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کي امنيتي مسووليت افغانانو ته وسپارل سي، چي په دې کي د غور مرکز چغچران هم شامل دی.

ځايي اوسيدونکي هم هلته د ټوپکسالارۍ او دولتي حاکميت د کمزورۍ څخه شکايت کوي، او وايي، چي ورځ تر بلي يې د ولايت امنيتي وضعيت د خرابېدو پر خوا روان دی.

هغوی د دويچه ويله پښتو انټرنيټ پاڼي سره په تليفوني خبرو کي د امنيت د نه شتون تازه بېلگه د زده کوونکو له منځ څخه د يوې ۱۸ کلني زده کونکي تښتول وښودل، چي په خبره يې پوليس پکښي په ښکاره شکېل دي.

« د حکومت تر زني لاندي، وسله والو، ښونځی ته د تلو پر مهال د نجونو له منځه د وسلو په زور يوه اتلس کلنه نجلي موټرته پورته کړه او ويې تښتول تر دې لا بل ډول بې امني.»

د غور د والي وياند د خلکو ستونزي مني، او دا هم وايي، چي په وروستۍ پيښه کي د پوليسو لاس لرل هم نه ردوي.

« بلي په پيښه کي د خلکو د شکاياتو پر اساس پوليس ښکېل دي. خو امنيې قوماندانۍ د قضي په تړاو شپږ تنه نيولي دي.»

خو عام وگړي وايي، چي دا شپږ تنه بې گناه کسان دي او اصلي متهمين آزاد گرځي.

د غور اوسيدونکو د حکومتي مامورينو په ورته خبرو باور له لاسه ورکړی، او وايي په دې وروستيو کي نوري ډيري دوسيې هيري سوي او يا خو يي هم عاملين پرته له دې چي قانون ورباندي عملي سي په ښکاره ګرځي.

نو اوس پوښتنه داده، چي په داسي يو غرني ولايت کي، لکه غور چي په کال کي شپږ مياشتي يې لاري تړلي وي، افغان پوليس به وسي کړای، چي امنیتي مسووليت پر غاړه واخلي؟

کارپوهان په دې نظر دي، چي په هيڅ صورت کي بايد نړيواله ټولنه دغه تيروتنه و نه کړي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل