1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«غواړم ځان په ټولنه کې مدغم کړم، خو څنگه؟»

جعفر عبدالکریم۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

په آلمان کې په پرله پسې ډول له مهاجرو څخه غوښتل کیږي چې ځانونه په ټولنه کې مدغم کړي. د دغې مسالې په مقابل کې مهاجر څه وایې؟ د دویچه ویله مقاله نویس جعفر الکریم په برلین کې د مهاجرو یو کمپ ته ورغلې.

https://p.dw.com/p/1IYIF
Berlin Integration von Flüchtlingen
انځور: DW/J. A. Karim

د برلین د کډوالو په کمپ کې مې د یوه ځوان مهاجر څخه پوښټنه وکړه: د Integration کلمه پیژنې؟ هغه ځواب راکړ: نه! بیا مې په عربي ژبه ترې پوښتنه وکړه چې آیا غواړئ په ټولنه کې مدغم شئ؟ په عاجل ډول یې ځواب راکړ:«زه غواړم چې په ټولنه کې مدغم شم، ژبه زده کړم او د دغې ټولنې یوه برخه اوسم.»

خو هغه له بده مرغه نه پوهیږي چې څرنگه دا کار کولې شي.

ادم علي یو ۲۱ کلن سوریایي دی چې له شپږو میاشتو راهیسې په آلمان کې اوسیږي. شاوخوا یوه اونۍ مخکې هغه د برلین له ۷۰۰ نورو ځوانانو سره یوځای یو ورزشي سالون ته راوستل شو.

ادم وایې چې هغه ټوله ورځ د کډوالو په کمپ کې وي: «کوښښ کوم چې د یوټیوب له لارې آلماني ژبه زده کړم. ځکه په هیڅ یو کورس کې زما له پاره ځای نشته.»

زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه آلماني ملگري لري، دغه سوریایي ځوان وویل: «زه څنگه کولې شم آلمانان وپیژنم او چیرې؟»

په خلا کې ژوند

تر یوه میلیون ډیر مهاجر تیر کال آلمان ته راغلي دي. د ادم په څیر ډیر شمیر نور مهاجر لکه په یوه خلا کې د اوسیدو په څیر ژوند لري. په کمپ کې دننه چې له بهرنې نړۍ سره هیڅ ډول اړیکه نه لري. دوی خبریږي چې په آلمان کې د دوی د ادغام په هکله بحثونه کیږي او اکثره یې په دې پوهیږي چې په ټولنه کې د مهاجرو ادغام کوم ساده او اسانه کار نه دی.

ادم وایې په دې پوهیږي چې د آلمان د اساسي قانون له مخې ښځې او نارینه برابر حقونه لري، همجس بازۍ ته آزادي ورکړل شوې ده. هغه دمشق ته نږدې د یوه کوچني کلي اوسیدونکی دی. ادم علي وایې چې د دوی د کلي ټولو ښځو حجاب درلوده.

د مهاجرو له کمپ څخه د لیدنې پر مهال ډیری وختونه زه داسې احساسوم چې په ښکاره ډول هلته هیڅ څوک دې ته حاظر نه وو چې د ادم علي په څیر خپل نوي ژوند ته له پخواني ژوند سره ارتباط ورکړي. د ادم په څیر یو شمیر نور هم د ډیر ښه او لوړ احساس درلودونکي ول. هغه غواړي چې د حقوقونو په څانگه کې لکه د سوریې په څیر خپلې لوړې زده کړې پر مخ یوسي.

«زه ځان بایللی احساسوم»

یو شمیر نور بیا نا امیده دي. د بیلگې په توگه ۲۴ کلن رفت هاجر چې یو فلسطینې دی او په سوریه کې اوسیده. ما ترې په عربي ژبه پوښتنه وکړه چې هغه ټوله ورځ څه کوې؟ وېې ویل: «زه چې له خوبه پاسیږ نو لومړی سبنارۍ کوم، شاوخوا گرځم او بیا کلپ ته ځم.»

په آلماني ژبه مې ترې پوښتنه وکړه چې په آلماني ژبه پوهیږی؟ هغه راته وویل: «هو! په لومړیو وختونو کې مې په خپلو پيسو د آلماني ژبې کورس تعقیب کړ او اوس زه نورې پيسې نه لرم.»

هغه وایې د هیڅ هیواد تابعیت نه درلودلو له امله هغه د آلماني ژبې کورس ترلاسه کولو حق نه لري.

په ښکاره ډول هغه ته هیڅ چا هم نه دي ویلي چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) دغه مقرره بدله کړی ده. هغه وایې: «زه د غاښونو ډاکتر یم او کولې شم کار وکړم، خو زه څه وکړم؟ زه اجازه نه لرم!»

حتی هغه یو وخت د تور کار یا په اصطلاح له دولت څخه پټ کار کولو په هکله هم فکر کړی وو خو بیرته پښیمانه شو. هغه د انتظار په حال کې دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب