1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: ۱،۳ ميليونه ماشومان له ښووځيو محروم دي

مسعود جهش۱۳۹۳ اسفند ۲۸, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې اوس هم په افغانستان کې ۱،۳میلیونه ماشومان ښوونځیو ته د تلو امکانات نه لري. هغه همداراز په ښوونځیو کې د تاوتریخوالي د فرهنگ د ختمیدو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1EtEI
انځور: AFP/Getty Images/N, Shirzada

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۱۹مه) په رسمي توگه د ۱۳۹۴ روزنیز کال پیلیدل اعلان کړل. افغان ولسمشر محمد اشرف غنی احمدزي په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وينا کې وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان معارف له کمي لحاظه د پام وړ پرمختگ کړی دی خو هغه روښانه کړه چې اوس هم د کیفیت په برخه کې جدي ستونزي موجودې دي.

هغه ټینگار وکړ چې اوس باید د دغو کیفي ستونزو د له منځه وړلو له پاره جدي کار پیل شي: «دیارلس کاله د سترگو یو رپ دی. خو دا مه هیروي چې دیارلس کاله دمخه زموږ نجونو باید د تړلو دروازو تر شا د کار په پلمه درس ویلی وای. خو نن زموږ ۴۰ سلنه شاگران نجوني دي. خو په کیفیت کې جدي ستونزي لرو.»

افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې د ښووني او روزني په برخه کې د پام وړ پرمختگونه کړي دي. خو بیا هم دغه سکتور د ناامنیو او لږو امکاناتو له کبله له ستونزو سره لاس او گریوان دی.

اوس هم په ډیرو ښوونځیو کې ټولگۍ نسته، پر ښوونځيو باندي يرغلونه کيږي، د ښوونيو کیفیت کښته دی او په لیریو پرتو سیمو کې ډیر ښوونځي د طالبانو د گواښونو له کبله تړل شوي دي.

تر یو میلیون زیات ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري

ولسمشر غني وویل چې افغانستان یو له هغو هیوادونه څخه دی چې ټولو ماشومانو ته یې د زده کړو شرایط برابر نه ده. هغه روښانه کړه چې اوس هم په افغانستان کې ۱،۳ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

ولسمشر ټینگار وکړ چې د بریتانیا له پخواني صدراعظم سره اوس په خبرو بوخت دی څو په راتلونکو درو کلونو کې دغو ماشومانو ته هم د زده کړي زمینه برابره کړي. هغه وویل:

«۱،۳ میلیونه افغان ماشومان نن د دې توان نه لري چې په ښوونځیو کې شامل شي. د انگلستان له پخواني لومړي وزیر سره اوس زه په جدي مذاکراتو بوخت یم، څو په راتلونکو درو کلونو کې دغه ماشومان ښوونځیو ته راولو.»

هغه په دې برخه کې د گډ کار غوښتنه وکړه او ټینگار یې وکړ چې د هر ماشوم له محرومېدو سره د افغانستان له پاره یو لوی چانس له منځه ځي.

په ښوونځیو کې تاوتریخوالی مه کوئ!

ولسمشر غني په ښوونځیو کې له ماشومانو سره د یو شمیر ښوونکو بد چلن ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په ښوونځیو کې باید «لښتي او ښکنځل» له منځه ولاړ شي. هغه وویل که یو ماشوم په ښوونځي کې له بد چلن سره مخامخ شي نو په راتلونکې کې به هغه هم له نورو سره ورته چلن وکړي:
«زموږ د زده کړي محیط دوه اړخه لري. یو د لطف او مینې فرهنگ دی او بل په خواشینۍ سره چې د تاوتریخوالي فرهنگ دی. زما هیله له ټولو ښوونکو څخه دا ده چې لښتي او ښکنځل زموږ له ښوونځیو څخه ورک کړي.»

ولسمشر غني افغان ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې د کابینې تر جوړیدو وروسته به چې په خبره یې وروستي کارونه یې روان دي، د هغوی ستونزو ته په اوونیزه توگه رسیده گي وکړي.