1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني یووار بیا پر خپلو مخالفانو د سولې غږ وکړ

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبه

ولسمشر اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې وویل چې هغه چمتو دی له هغو مخالفانو سره د سولي خبري اتري وکړې چې خپلي وسلې پر ځمکه ږدي او له تاوتریخوالي لاس اخلي. غني اسلام آباد ته د اسیا زړه کنفرانس کې ګډون ته تللی دی.

https://p.dw.com/p/1HJco
انځور: AFP/Getty Images/F. Naeem

ولسمشر غني او د پاکستاني لومړي وزیر نواز شریف، په اسلام آباد کې د اسیا زړه کنفرانس په ګډه پرانیست. د دغه کنفرانس هدف د سیمه ییزو همکاریو رامنځ ته کول دي. ولسمشر غني د کنفرانس د پرانیستلو پر مهال وویل: «په دیموکراتیکو ټولو کې تاوتریخوالی د حل لار نه ده.»

افغان ولسمشر یووار بیا ټینګار وګړ چې حکومت یې له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرو اترو ته ژمن دی: «زه له هغو ډلو څخه چې وسلې پر مځکه ږدي دوامداره او عادلانه سولي ته ژمنه تکراروم. خو دغه ډلي باید په احزابو بدلي شي او په سیاسي بهير کې ګډون وکړي.»

افغان حکومت له کلونو راهیسې هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولي خبري اتري پیل کړي خو تر اوسه پورې دغه هڅې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

په جولای میاشت کې د سولي د خبرو اترو تر ټولو کامیابه بهیر د طالبانو د ډلې پخواني مشر ملا محمد عمر، د مړینې خبر تر خپرېدو وروسته وځنډول شو.

تر دې وروسته طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل نوی مشر وټاکه خو د هغه پر وړاندي په طالبانو کې مخالفتونه ډیر شول.

آن تر دې چې وروستي رپوټونه د طالبانو تر یوې غونډي وروسته د ملا منصور د ټپي کیدو او بیا وروسته وژل کیدو خبرونه ورکړل شول. خو دغه رپوټونه د ملا منصور له خوا رد شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې ولسمشر غني او د پاکستان لومړی وزير نواز شریف، به په یوه غونډه کې پر دې موضوع باندي خبرې وکړي چې څرنګه د سولې بهیر یووار بیا پیلیدای شي.