1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني په ټول افغانستان کې د داعش د ځپلو هوډ وکړ

م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۸, پنجشنبه

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په وینا کې یو ځل بیا په دې هیواد کې د داعش پر وړاندي پر مبارزې ټینګار وکړ. هغه وویل چې ټول افغانستان به له دې ډلې پاک کړي.

https://p.dw.com/p/1Jk7G
انځور: picture alliance/AP Images/R. Gul

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې وویل: «داعشه! یوازي ننګرهار نه وو چې سر دي په کې در ماتووم. [په] ټول افغانستان کې دې سر ماتووم.»

افغان ولسمشر یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو ترهګرې ډلې راټولې شوې او د دغه هیواد د نظام پر ضد جنګیږي. هغه پر نړیوالو، او په ځانګړې توګه پر اسلامي نړۍ باندي غږ وکړي چې داعش او نورو افراطي اسلامپالو ډلو پر وړاندې مبارزه کې یو ګډ موقف خپل کړي.

هغه وویل: «نن وګورئ؛ نهه تروریستي سازمانونه او بنسټونه چې د ملګرو ملتونو له خوا تروریست ګڼل شوي دي غواړي زموږ له خاورې څخه د نورو د بربادۍ له پاره، زموږ د بربادۍ له پاره، د نړۍ د بربادۍ له پاره کار واخلي.»

ولسمشر غني دغو ډلو ته په ګواښ کې وویل: «کومه پوله راسره شریکه لری، څه راسره لری؟ وژنمه دي، باسمه دي!»

افغانستان له ۲۰۱۴م کال راهیسې د داعش ترهګرې ډلې له ګواښ سره مخامخ دی. که څه هم دغه ډله توانیدلې نه ده چې په دې هیواد کې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي، خو بیا یې هم په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د پام وړ حضور شته. دغې ډلې په کابل کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو پړه هم پر غاړه واخیسته چې په پایله کې یې تر ۸۰ ډیر کسان ووژل شول او په سونو نور ټپیان شول.

پر دې سربیره افغانستان د ازبکستان د اسلامي غورځنگ او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت ډګر هم دی، چې ډیر وخت د طالبانو په کرښو کې د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي.

ولسمشر غني دغو ډلو ته وویل: «دا تمه مه لرئ چې د زمري هیواد ته به راځئ او د ګیدړو په څیر به درسره چلن کیږي. دا د زمريانو وطن دی، ککرۍ به دې در ماته کړي.»

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې په خپل حکومت کې رامنځ ته شویو جنجالونو ته اشاره و نه کړه، خو ټینګار یې وکړ چې ټول سیاستونه به یې د هیواد د ښې راتلونکې په موخه وي.

په وروستیو ورځو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست تر منځ جنجالونه تازه شوي دي. خو ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د چهارشنبې په ورځ سره ولیدل او پریکړه وشوه چې بیا هم یو له بل سره خبرې وکړي.

په افغانستان کي د داعش ډله