1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: پر باچا خان پوهنتون يرغل له افغانستانه نه کنترولېدی

۱۳۹۴ بهمن ۲, جمعه

کابل د پاکستان د پوځي چارواکو هغه څرگندوني رد کړې چي گويا په چارسده کي پر باچا خان پوهنتون د يرغل کنترول له افغانستانه کېدی. امريکا له افغان او پاکستاني مشرانو غوښتي چي له طالبانو سره د سولي پروسې ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/1Hi9F
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په روځ د سويس په داووس ښار کي د نړيوال اقتصادي کنفرانس په حاشيه کي د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف او بارک اوباما له مرستيال جو بايدن سره ملاقات لرلي.

د اسوشېتد پريش خبري آژانس د راپور له مخي جو بايدن او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د افغانستان له جمهور رئيس او پاکستان له لومړي وزير څخه غوښتي دي چي له طالبانو سره د سولي پروسې ملاتړ وکړي.

سپيني ماڼۍ اعلان کړی دئ چي بايدن او کيري د سولي د پروسې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو د ښه کېدو ملاتړ کړی دئ او په چارسده او کابل کي د وروستيو بريدونو په اړه تسليت ويلي سره ئې له دواړو مشرانو څخه غوښتي دي چي «د سولي بااعتباره پروسې» ته همداسي ژمن پاته سي.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي په دغه غونډه کي «موافقه سوې ده چي په افغانستان کي د سولي د ټينگښت په موخه خبرو اترو له پاره به ډېر ژر يوه مشخصه نېټه وټاکل سي.»

په دغه خبر پاڼه کي د جمهور رئيس غني له قوله راغلي دي: «په داسي حال کي چي له سولي پروسې سره د يوځای کېدونکو طالبانو له پاره ستايني په پام کي نيول سوي، خو د اساسي قانون او ښځو د حقونو په برخه کي به هيڅ معامله ونه سي او په دې برخه کي د اصلاحاتو راوستل به يوازي د افغانستان د اساسي قانون له مخي ترسره سي.»

د پاکستان د پوځي چارواکو د څرگندونو رد

پيښور ته نژدې په چارسده سيمه کي پر باچا خان پوهنتون باندي تر بريد وروسته ځينو پاکستاني پوځي چارواکو ويلي دي چي دغو بريد کوونکو ته د افغانستان له سرحدي سيمو لارښوونه کېده. د چهارشنبې په ورځ په دغه بريد کي ۲۱ انسانان ووژل سول.

د پاکستان د پوځ وياند عاصم بجوه، د ټولنيزي پاڼي تويتر له لاري په څو پيغامونو کي ويلي دي: «تر اوسه پوري ترسره سوي تحقيقات او د پيښي د ريښو موندل ښيي» چي دغه بريد د پاکستاني طالبانو له خوا په افغاني سيم کارت سره د افغانستان له خواري څخه کنترولېدی.

د افغانستان جمهوري رياست د پاکستان د پوځ وياند دغه څرگندوني «بې اساسه» بللي او ويلي ئې دي چي د افغانستان اسلامي جمهوريت هيڅ وخت د تروريستان ملاتړ نه دی کړی او هغوی ته ئې پټنځايونه ور کړي نه دي.