غني: پارلماني ټاکنې به راتلونکي کال کې تر سره شي
۱۳۹۴ دی ۸, سهشنبهد جون میاشتېپه ۲۲مه نیټه د اوسني پارلمان پنځه کلنه کاري دوره پایته ورسیده خو د امنیتي ستونزو او د ټاکنو د شفافیت ساتنېپر سر د نظر د یووالي نه شتون له کبله د اپریل په میاشت کېانتخابات تر سره نه شول.
ولسمشر اشرف غني په یوېاعلامیه کېویلي دي: «د راتلونکي کال د اوړي او مني تر منځبه پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې وشي.» هغه همداراز زیاته کړې ده چېد ټاکنو دقیقې نیټېبه د ټاکنو د خپلواک کمیسون له خوا اعلان شي.
که ټاکنېد جوړ شوي پلان له مخې ترسره شي نو هغه به په خرابو امنیتي شرایطو کېبه تر سره شي ځکه چېطالبان د کال په همدې میاشتو کې خپلې جګړې ته زور ورکوي.
تیر کال د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو څخه وروسته، ولسمشر اشرف غني او د هغه اوسني اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله، اعلان وکړچې ټاکنې یې ګټلي دي او پر یو بل یېد تقلب تورونه ولګول. تر څو میاشتو لانجو وروسته د امریکا متحده ایالتو په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت د ولسمشر اشرف غني تر مشریلاندیرامنځته شو.
په جون میاشت کېغني یو فرمان صادر کړچېله مخې یېد پارلمان د کار موده د پارلماني ټاکنو تر ترسره کیدو پورې وغځیده. ډیر شمیر افغانانو پر دېپریکړېنیوکېوکړېاو دا پوښتنه یېدرلوده چېایا د پارلمان د کار د مودېغځول قانوني دیاو که نه؟
که څه هم د ملي یووالي حکومت د جوړولو په موافقې کې د ټاکنیز نظام اصلاح کول هم شامل وو، خو ولسمشر غني او عبدالله د ډیرې مودې له پاره د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستلو کمیسیون د مشر پر سر یوه توافق ته ونه رسیدل.