1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: له حزب اسلامي سره به د سولې تړون ډیر ژر نهایي شي

۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د دوشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې له حزب اسلامي سره د سولې تړون ډیر نزدې دی. هغه وویل چې ځینې مسایل لا هم پاتې دې چې ډیر ژر به پرې د خبرو اترو له لارې موافقه وشي.

https://p.dw.com/p/1K0PG
Gulbuddin Hekmatjar
انځور: picture-alliance/dpa/AFP/A. Kenare

د ګلبدین حکمتیار په مشري له حزب اسلامي ډلې سره د سولې خبرې اترې له څه مودې راهیسې روانې دي. که څه هم په یوې مرحله کې د دغو خبرو اترو د بریاليتوب اعلان شوی وو، خو بیا وروسته یو ځل بیا د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ شو.

ولسمشر غني د اختر پر لومړۍ ورځ وویل: «ځینې موضوعګانې لا هم پاتې دي، او دغه موضوعګانې د سولې د پلي کیدو ل پاره ډیرې مهمې دي.»

هغه زیاته کړه: «دغه موضوعګانې به په یوې محدودې موده کې حل شي.» ولسمشر غني په خپلو خبرو کې همداراز د افغانستان د سولې له عالي شورا او حزب اسلامي څخه مننه وکړه او ویې ویل: «انشاالله داسې هیله شته چې دغه تړون به ډیر ژر نهایي شي او موږ به د جګړې د ختمولو او له سولې څخه د ډکې فضا د رامنځ ته کولو پر لور د یوه لوی قدم شاهدان پو.»