1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني طالبانو ته: د سولي له پاره له وروستي چانسه گټه واخلئ

۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

افغان ولسمشر ویلي دي چې د تیرې اونۍ د کابل د چاودنې د وژل شوو کسانو شمیر تر ۱۵۰ کسانو اوښتی دی. هغه پر وسله والو طالبانو ږغ کړی چي د سولي له پاره له وروستي چانه گټه واخلي.

https://p.dw.com/p/2eA0l
Afghanistan Ashraf Ghani Kabul Sicherheitskonferenz
انځور: Reuters/O.Sobhani

دغه چاودنه د فاضله اوبو انتقالونکي یوه ټانکر په واسطه د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې چیرې چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او دولتي ودانۍ شتون لري، ترسره شوې وه. د محمد اشرف غني د څرګندونو پر اساس په دې چاودنه کې په «پوځي ـ درجه» چاودیدونکي توکي کارول شوي وو.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د «کابل پروسه» کنفرانس کې چې په کابل کې ترسره کیږي وکړې. د دې یو ورځني نړیوال کنفرانس موخه په هیواد کې د سولې او امنیتي همکارۍ پر سر خبرې او بحثونه دي. په یاد کنفرانس کې د اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو او ناټو د استازو ترڅنګ د ۲۵ هیوادونو استازي ګډون کوي.

ولسمشر غني د بهرنیو هیوادونو دیپلوماتانو ته چې په کابل کې راټول شوي دي، د وینا پرمهال وویل: «موږ د دې برید یوازینی هدف نه یو بلکې [دغه برید] پر ټولې دپلوماتیکې ټولنې ترسره شوی دی.»

لومړنیو رسمي ارقامو د کابل د چاودنې د وژل شوو کسانو شمیر ۹۰ او د ټپیانو شمیر بیا تر ۴۶۰ کسانو زیات ښوولی وو. ولسمشر غني هغو دیارلسو پولیسو ته چې دیپلوماتیکي سیمې ته یې د چاودیدونکي موټر د داخلیدو مخنیوی وکړ او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ، درناوی وړاندې کړ او ویې ویل چې په دې پیښه کې ټول وژل شوي افغانان دي.

د کابل د تیرې اوونۍ د پیښې مسوولیت تر اوسه پورې کومې ډلې نه دی منلی. تر دې چاودنې وروسته په پلازمینه کابل کې د حکومت ضد د تاوتریخوالي ډک لاریونونه هم ترسره شول. د جمعې ورځې په لاریون کې د پولیسو سره په نښته کې ګڼ شمیر لاریون کوونکي وژل شوي هم دي. د دې ترڅنګ د شنبې په ورځ شا او خوا ۲۰ نور کسان بیا د همدې لاریون د یوه وژل شوي کس په جنازه کې د ځانمرګو چاودنو په پایله کې ووژل شول.

د کابل د چهارشنبې ورځې د چاودنې سیمې ته څیرمه د لاریون کونکو اعتصاب نن د سه شنبې په ورځ هم ادامه درلوده او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په ګډون د افغانستان د امنیتي ادارو د مشرانو د ګوښه کیدو غوښتنه کوي. تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي د ګوند سرپرست، صلاح الدین رباني تر لاریون وروسته له حکومت او له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د حنیف اتمر د ګوښه کیدو غوښتنه هم کړې وه. د دې غوښتنې په ځواب کې د ارګ په اعلامیه کې ولسمشرۍ ماڼۍ د اتمر پر پاتې کیدو ټینګار وکړ او له هغه څخه یې ننګه وکړ.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د «کابل پروسه» په نامه د نړیوال کنفرانس په پرانیستې وینا کې یوځل بیا پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې خپله ۱۶ کلنه وسلواله جګړه دې پای ته ورسوي او د سولې د خبرو له لارې دې سیاسي جریان ته داخل شي. ولسمشر غني طالبانو ته د سولې دغه بلنه د «وروستي فرصت» په توګه یاده کړه.

په عین وخت کې له ۲۰۱۴م کال له پای راهیسې کله چې امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، طالبانو خپلو بریدونو او وسلوالو فعالیتونو ته پراختیا ورکړې ده. په تیرو وختونو کې د سولې د خبرو هڅې له ناکامۍ سره مخ شوي دي. طالبانو بیا تر هغه وخته پورې له افغان حکومت سره د خبرو وړاندیز رد کړی ترڅو چې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي.