1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د پاکستان ۵۰۰ مليون ډالره مرستي جواب کړې

۱۳۹۵ آذر ۱۴, یکشنبه

اشرف غني په هند کي د اسيا زړه کانفرانس پر وخت پاکستان ته يوه توصيه کړې ده. غني پاکستان ته ويلي چي د افغانستان سره د مرستو له پاره ځانګړي سوي پيسې دي د ترهګرۍ ضد مصرف کړي.

https://p.dw.com/p/2Ti28
Indien Amritsar Heart of Asia Konferenz
انځور: picture-alliance/dpa/R. Pal Singh

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي چي پاکستان دي د افغانستان د بيارغونې له پاره ژمنه سوي ۵۰۰ مليونه ډالره په پاکستان کي د ترهګرو ډلو پر ضد مصرف کړي. نوموړي دغه څرګندونې د «هارټ آف ايشيا» يا د آسيا د زړه د کانفرانس پر وخت په هند کي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۴مه نېټه) وکړې.

اشرف غني د ياد کانفرانس په جريان کي د پاکستان خاص استازی سرتاج عزيز مخاطب کړ او ورته ويې ويل: «موږ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي کومک ته اړتيا لرو.» افغان ولسمشر زياته کړه: «موږ د تر پولو راتېرېدونکو ترهګرو د پېژندلو او د هغوی سره د مقابله کولو په ترڅ کي مرستې ته اړتيا لرو. پاکستان د افغانستان له پاره د ۵۰۰ مليونو ډالرو د مرستي ژمنه کړې ده. ښاغلی عزيزه، دغه پيسې د ترهګرۍ د مخنيوي له پاره استعمال کېدلای سي.»

غني زیاته کړه: «تېر کال د افغانستان له پاره تر ټولو زیات خونړی کال ؤ. دا د قبلولو وړ نه ده چي اوس هم بعضي دولتونه و ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي. د طالبانو يو کس په نژدې وخت کي ويلي چي که په پاکستان کي هغوی ته محفوظ ځايونه نور موجود نه وي، نو هغوی يوه مياشت هم خوندي نه سي پاته کيدلای.»

د افغانستان ولسمشر ويلي: «زه نه غواړم چي د تور لګونې لوبه وکړم ليکن وضاحت غواړم چي د ترهګرو د مخنيوي له پاره څه اقدامات کيږي.»

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو چارو مشير سرتاج عزيز د يکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر اشرف غني سره ملاقات هم درلود. دواړو مشرانو په دغه ملاقات کي د افغانستان د امنيت او ټيکاو پر موضوعاتو خبري کړي دي. دغه ملاقات د هند په امرتسر کي د آسيا د زړه د کانفرانس تر څنګ سوی دی. ياد دواړه مشران يوه ورځ مخکي د شنبې په ورځ هند ته رسېدلي ول. د غني او عزيز ملاقات په داسي وخت کي سوی چي په افغانستان کي د امنيت وضعه ډېره کړکېچنه ده او د سولې له پاره پروسه ټپه ولاړه ده.

د پاکستاني منابعو له خوا هندي خبري آژانس ټرسټ آف انډيا ته ويل سوي چي د غني او عزيز تر منځ د ملاقات پر وخت «د افغانستان د ټيکاؤ او امن پر موضوع خبري سوي دي.»

د آسيا د زړه د کانفرانسونو پېل په ۲۰۱۱ کال د ترکيې په استانبول کي سوی ؤ. په دغه کانفرانس کي افغانستان، پاکستان، آذربايجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، سعودي عرب، تاجکستان، ترکيه، ترکمنستان او د عربو متحده امارات ګډونوال دي. د دغه کانفرانس مقصد د افغانستان او د دغه هيواد د ګاونډيو تر منځ د امنيت، اقتصاد او سياست په ډګر کي همکاري زياتول دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.11.2016):

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.07.2015):