1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د ملي یوالي حکومت دوه مشران نه شي لرلای

مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۱۹, چهارشنبه

ولسمشرۍ ته نوماند اشرف غني احمدزي یو وار بیا پر خپل سیال سیاسي مذاکراتو ته د ستنیدو غږ او د اساسي قانون په چوکاټ کې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه خو ټینگار یې وکړ چې راتلونکې حکومت دوه مشران نه شي لرلای.

https://p.dw.com/p/1DA15
انځور: Reuters

اشرف غنی احمدزي د چهارشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې یو ځل بیا د اساسي قانون په چوکاټ کې د ملی وحدت حکومت پر جوړولو باندې ټینگار وکړ او پر خپل سیال عبدالله عبدالله یې غږ وکړ چې له سیاسي بهیر سره یوځای شي تر څو اوسنې وضعه پای ته ورسیږي. هغه په خپله وینا کې د افغانستان قومي جوړښت ته په اشارې سره وویل چې د ده په ډلې کې د افغان ولس د ټولو قومونو استازې وجود لري: «موږ د ملي وحدت حکومت د رامنځ ته کیدو له اړخه کوم کمښت نه لرو خو اوسني شرایط د سیاسي مشراکت تقاضا کوي.»

تر دې مخکې ولسمشرۍ ته بل نوماند عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د رایو د تفتیش بهیر خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی او دا چې د ملي وحدت حکومت د جوړولو پر سر خبرې اترې هم له بن بست سره مخامخې شوې دي. عبدالله گواښ کړی وو چې «د ناپاکو رایو پایله» به و نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې اشرف غني احمدزي بیا په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینگار وکړ چې د اوسني وضعیت د پای ته رسولو له پاره یوازینی لاره د ټاکنو د پایلو منل دي. هغه روښانه کړه چې د ټولو رایو د تفتیش له کبله ټاکنې له پوره اعتبار څخه برخمنې دي او پایلې یې باید ومنل شي. «تفتیش د نړیوالو معیارنو له مخې وو او تر دې وسیع تفتیش نه شي کیدای [...] زموږ ټاکنې له ملي ملاتړه برخمن دی او له نړیواله اړخه هم زموږ د ټاکنو د مشروعیت دفاع کیږي.»

په افغانستان کې د جون پر ۱۴ نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو تر سره شو چې دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله پکې د بریا ادعا وکړه. د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانیدو وروسته چې اشرف غني پکې مخکښ وو، عبدالله عبدالله د یوه موازي حکومت د اعلانولو گواښ وکړ. دغو ټولو جنجالونو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، دوه وارې افغانستان ته سفر کولو ته اړ کړ. هغه دواړه کانديدان یو له بل سره کښېنول او د ټولو رایو د تفتیش او د پایلې تر اعلان وروسته یې د یوه ملي وحدت حکومت د جوړولو پر سرموافقه رامنځ ته کړه، خو په وروستیو وختونو کې دغه دواړه بهیرونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

غني همداراز د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون باندې غږ وکړ چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي. دغه کمیسیون اعلان کړی دی چې د راتلونکې جمعې تر ورځې به د رایو د ابطال بهیر پای ته ورسیږي او تر هغه وروسته به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته دوه ورځې وخت ورکړل شي ترڅو رسیدلو شکایتونو ته رسیده گي وکړي. دې کمیسیون ټینگار کړی دی چې د دواړو نوماندانو تر منځ د احتمالي رامنځ ته کیدونکي سیاسي توافق په تمه نه پاتې کیږي او پایلې به ژر تر ژره اعلان کړي.

«کړکیچ باید پاې ته ورسیږي»

اشرف غني احمدزي وویل چې د افغانستان اوسنۍ وضع د منلو وړ نه ده او باید سیاستوال د تدبیر له لارې په وضع کې مثبت بدلون راولي. هغه همداراز روښانه کړه چې د وروستیو بدلونو پر وړاندې د هغه د تیم چوپ پاتی کیدل د هغه په خبره د افغانستان د ثبات د ساتلو له پاره وو: «موږ د لیږد بهیر او د نوي حکومت جوړولو له پاره پوره چمتوالی لرو. که چیغې مو نه دي وهي دا په دې معنی نه ده چې موږ قدرت نه لرو. صبر مو د ولس د ثبات له پاره دی [...] ولس له خلکو چیغې نه غواړي بلکې له هغوی څخه تدبیر غواړي.»

په افغانستان کې روان سیاسي کړکیچ ډیر شمیر افغانان د وضعې د لا ترینگلې کیدو په اړه اندیښمن کړي دي. خو غني احمدزي دغو انديښو ته په ځواب کې وویل چې ډله یې د یوه کړکیچ رامنځ ته کیدو پلوې نه ده. هغه زیاته کړه چې هیڅ چا ته د کړکیچ د رامنځ ته کولو اجازه نه ورکوي او په خبره یې «هغه کسان چې کړکیچ رامنځ ته کوي پخپله منزوي کیږي».

له بلې خوا بیا عبدالله عبدالله د دوشنبې ورځې په وینا کې د اوسنې وضعې مسوولیت پر اشرف غني احمدزي باندې اچولی وو او ویلي یې وو: «زه غواړم خلکو ته ووایم چې موږ دا کار ستاسو په حق کې نه دی کړی، بلکه دا تقلب کاران دي چې دغه حالت یې پر تاسو باندي راوستی دی.»

په افغانستان کې روان سیاسي کړکیچ د دغه هیواد پر اقتصاد باندې ناوړه اغیزه اچولې ده او د خلکو عادي ژوند یې له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړی دی. که څه هم د یوې پایلې او بیا د ملي وحدت حکومت رامنځ ته کیدو په موخه ډیرې کورنۍ او نړیوالې هڅې شوې دي خو ښايي د دواړو نوماندانو موقفونه اوس هم سره ډیر لیرې وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب