1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: په تور لیست کې د طالبانو د مشر نوم اضافه شي

۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه

افغان ولسمشر د دوشنبې په ورځ له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د طالبانو د نوي مشر نوم دي د خپلو تحریمونو په نوملړ کې شامل کړي. له دې سره ښايي د افغانستان د سولې بهیر له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/2SgGO
Afghanistan Mullah Haibatullah Akhundzada
انځور: picture alliance/AP Photo/Afghan Islamic Press

ولسمشر غني په کابل کې د ملګرو ملتونو د تحریمونو کمېټې له غړو سره تر لیدني وروسته په یوه بیانیه کې وویل: «موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د ملا هیبت الله اخندزاده په ګډون د ترهګرو نومونه په خپل نوملړ کې شامل کړي.»

هيبت الله اخندزاده، په می میاشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور تر وژل کیدو وروسته، د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. د هغه ډلي یوازي په تیرو څو ورځو کې په مزارشریف او کابل کې دوه لوی بریدونه ترسره کړي دي چې له کبله یې ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان حکومت په داسې حال کې دغه غوښتنه مطرح کوي، چې د سولې له پاره د طالبانو یو اصلي شرط د ملګرو ملتونو د تحریمونو له نوملړ څخه د دغي ډلې د قوماندانانو د نومونو ایستل دي. په دغه نوملړ کې د شاملو کسانو شتمنۍ کنګل کیږي او پر هغوی باندې د سفر بندیز لګول کیږي.

په وروستیو وختونو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بهیر په ټپه دریدلی دی. د دې بهیر د بیا پیلولو له پاره هڅې تر اوسه پورې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.