1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د ستري محکمې تر پريکړي دي وزيران خپل کار کوي

۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه

د افغانستان جمهور رئيس د ولسي جرگې له خوا د ځينو وزيرانو د صلاحيت سلبولو قضيه ستري محکمې ته وړاندي کړې ده. هغه ويلي دي چي د ستري محکمې تر پريکړي پوري دي د کابينې ټول وزيران خپل کار ته دوام ورکړی.

https://p.dw.com/p/2Sfse
Aschraf Ghani Präsident von Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان ولسي جرگې د دغه هيواد د جمهور رئيس غوښتني ته په نه توجه سره د ځينو وزيرانو استيضاح ته دوام ورکړی دئ.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني چي تر دې مخکي له ولسي جرگې څخه د خپلي کابينې د ځينو وزيران د استيضاح کولو د بنديدو غوښتنه کړې وه او د ځينو وزيرانو د صلاحيت سلبول ئې ناموجه بللي ول، اوس ئې دغه قضيه ستري محکمې ته وړاندي کړې ده.

په دې پسې اشرف غني د ولسي جرگې له ځينو وزيرانو سره ليدلي او له هغوی څخه ئې د وزيرانو د استيضاح د توقف غوښتنه کړې ده.

خو ولسي جرگې دغي پروسې ته ادامه ورکړې او د يکشنبې په ورځ ئې د معارف او ترانسپورت وزيران سلب صلاحيت کړل. د ولسي جرگې د يکشنبې ورځي په غونډه کي يوازي د ماليې وزير د اعتماد رايه واخيستله.

د دوشنبې په ورځ هم د غيابي استيضاح جلسه روانه وه چي پکښې د ښار جوړولو او عدليې وزيرانو د اعتماد رايي واخيستلې او د لوړو زده کړو وزير سلب صلاحيت سو.

اوس جمهوري رياست یوه اعلاميه خپره کړې چي د کابينې فوق العاده غونډه ئې راغوښتې ده.

د جمهوري رياست په اعلاميه کي راغلي دي چي په دغه جلسه کي جمهور رئيس «له ستري محکمې څخه وغوښتل چي د وزيرانو د استيضاح او د ۱۳۹۴م کال د مالي محدويتونو ضوع بررسي او پايله ئې جمهوري رياست ته وړاندي کړي.»

اشرف غني ويلي دي چي ځينو وزيرانو خپله دندې د ۱۳۹۵م کال په نيمايي کي پيل کړي دي. هغه د ولسي جرگې د استازو هغي ادعا ته په اشارې سره چي ځيني وزيرانو انکشافي بوديجه نه ده مصرف کړې ويلي دي چي هغوی د غير اختياري بوديجې په برخه کي محدويتونه لرل.

د جمهوري رياست په اعلاميه کي راغلي دي «ولسمشر غني ټولو وزيرانو ته لارښوونه کړې ده چي د ستري محکمې تر پريکړي پوري دي خپلو دندو ته ادامه ورکړي».

د ولسمشر دوهم مرستيال سرورر دانش ويلي دي چي په غياب کي استيضاح په اساسي قانون کي نسته او دې ته په کتو سره چي «ولسي جرگې تر خپلي اصلي دورې» وروسته وزيران استيضاح کړي، دې ته اړتيا ده چي دغه قضيه ستري محکمې ته وړاندي سي.

نور مطالب: