1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د دفاع وزارت له پاره معصوم ساتکزی و نوماوه

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

افغان ولسمشر د پنجشنبې د دفاع وزارت محمد معصوم ستانکزی و نوماوه. که ستانکزی له پارلمان څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړي نو په دې ترتیب سره به د افغان حکومت کابینه هم تر څو میاشتو څنډ وروسته بشپړه شي.

https://p.dw.com/p/1FTjJ
انځور: dapd

ولسمشر غني د سولي د عالي شورا پخوانی چارواکی محمد معصوم ستانکزی د دفاع وزارت له پاره نومولی دی. د دفاع وزارت د نوي حکومت د کار له پیل راهیسې د ولسمشر غني او د هغه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر منځ د اختلافاتو له کبله بې له وزيره پاته دی.

ولسمشر غني په کابل کې د بهرنیو هیوادونو د استازي یوې غونډي ته وویل: «ښاغلی ستانکزی به زموږ راتلونکی د دفاع وزیر وي.» غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د والیانو په ګډون د نورو دولتي چارواکو د ګومارني له پاره هم له اجرائیه وي رئیس سره په کار بوخت دی.

ستانکزی د سولي د عالي شورا د غړيتوب تر دمخه د پخوانی ولسمشر حامد کرزی سلاکار هم وو.

ولسمشر غني تر اوسه پوري د خپلي کابینې ۲۴ وزیران ټاکلي دي او تر هغه وروسته چې ستانکزي له پارلمان څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړي نو کابینه به یې بشپړه شي.

په دې وروستیو وختونو کې پر ولسمشر غني باندي له دې کبله هم نیوکې زیاتي شوي دي چې ډېر افغانان وروستۍ ناامنۍ د دفاع وزارت د چوکۍ د خالي پاتېدو له کبله بولي. ویل کیږي چې دغه چوکۍ د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د یوه کانديد پر سر د اختلافاتو له کبله خاله پاته ده.

دا چې ستانکزی به کله پارلمان ته د اعتماد رایې ترلاسه کولو له پاره واستول شي او دا چې آیا هغه به له پارلمان څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړي او که نه تر اوسه لا روښانه نه ده.