1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غلا شوې نقاشي بیرته خپل مالک ته وسپارل شوه

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه

د قیمتي اثارو د غلا خبرونه کله نا کله په رسنیو کي خپریږي، خو دا چې یو څوک غلا شوی اثر بیرته د اصلي صاحب ته وسپاري، د حیرانتیا خبره ده.

https://p.dw.com/p/15Obp
انځور: picture-alliance/ dpa

یوه اونۍ مخکې د «سلویدور دالي» یوه ډیر مشهوره نقاشي د نیویارک له یوه نندارتون څخه غلا شوه. خو تر ټولو حیرانوونکي پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دې نندارتون چارواکو یو بريښنا لیک تر لاسه کړ. په دې بریښنا لیک کې راغلي وو چې غلا شوې نقاشي هغوی ته بیرته د پوستې په واسطه استول شوې ده.

په بریښنا لیک کې همدا راز د پوستې شمیره او نور جزئیات راغلي ول چې د نندارتون چارواکو ئې په مرسته نقاشي وموندله. دا نقاشي د Carte de Don Juan Tenorio په نوم یادیږي.

د نیویارک د نندارتون چارواکو او پولیسو دغه نقاشي د جان ایف کیندي له هوایي ډگر څخه تر لاسه کړه. اوس چارواکي د دې نقاشي د وضعیت په څیړلو بوخت دي.

د پولیسو په خبره دغه نقاشي هغه وخت د نیویارک له نندارتون څخه غلا شوه، چې یوه وگړي هغه د نندارتون له دیوال څخه را کښته کړه او په یوې کڅوړه کې ئې تر ایښودو وروسته له نندارتون څخه وایسته.

دغه نقاشي شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ ډالره ارزښت لري. د پولیسو په خبره د نقاشي پر پوستې باندې یو غلط اروپایي نوم او ادرس لیکل شوی وو. پولیسو ویلي دي چې نقاشي اوس هم په ښه وضعیت کې ده.

پولیسو زیاته کړې ده چې ښايي د نقاشي د غلا اوازو په تور بازار کې د هغې پلورل گران کړې ول.

«سلویدور دالي» یو هسپانیاوي نقاش وو چې د خپل کار له کبله ئې ډیر شهرت درلود. هغه په ۱۹۸۹ کال کې ومړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض