1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزني: ترافیکي پېښې تر پنځوسو ډیر کسان ووژل

۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعه

د غزني ولایت چارواکي وایي چې د دې ولایت په سپین بند سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې ده چې د چارواکو په خبره له کبله ئې ۵۱ کسان وژل شوي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/168oa
انځور: AP

د دې ولایت د امنیي قوماندان زړور زاهد، دویچه ویله ته وویل چې په پېښه کې یوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر له یوه ټانکر سره ټکر کړی دئ چې په پایله کې ئې د مسافر وړونکي موټر ډیری سپرلي سوځیدلي دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د سهار په ۶:۳۰ بجو یو مسافر وړونکی موټر د آب بند ولسوالۍ په سپین بند سیمه کې د تیلو له یوه ټانکر سره وجنگید.»

زاهد زیاته کړه چې د پېښې په ترڅ کې د ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر د ۵۶ سپرلیو له ډلې څخه یوازې پنځه تنه ئې ټپیان شوي دي او په موټر کې نو ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

هغه وویل چې د ډیرو وژل شوو کسانو مړي په بشپړه توگه سوځیدلي دي او له همدې کبله د پیژندلو وړ نه دي.

د غزني ولایت د امنیي قوماندان وویل، لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د پېښې له کبله د وژل شوو کسانو په ډله کې څومره ماشومان او څومره ښځې دي. خو هغه زیاته کړه چې د وخت په تیریدو سره به د پېښې نور جزئیات بربنډ شي.

زاهد وویل چې کیدای شي چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغې پېښې لامل شوی وي. هغه زیاته کړه:

«ما تر اوسه پورې دغه شان ترافیکي پیښه نه وه لیدلي. ځکه چې ټول مړي سوځیدلي دي، او موټرونه په يو بل کې سره ننوتي دي. ما په بل هیڅ ځای ک دغه شان یوه پېښه نه وه لیدلې.»

په افغانستان کې ډیر وخت د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، د ترافیکو نخښو نه شتون او د غیر مسلکي کسانو له خوا د موټر چلول د خونړیو ترافیکي پېښو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

مسعود جهش
کتونکي: نجیب الله زیارمل