غزني: اجرستان ته بايد نور لښکر ولېږل سي
۱۳۹۱ شهریور ۷, سهشنبهد غزني د والي د مرستيال په خبره دغه ليري پرته ولسوالي د څه مودې راهيسي وسله والو طالبانو کلابنده کړې وه، ځکه ئې نو هلته تصفيوي عمليات پيل کړل.
اجرستان ولسوالي په وار وار د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ لاس پر لاس سوې ده. د دغي ولسوالۍ له مرکز څخه ماسوا نوري ټولي سيمي د طالبانو تر کنترول لاندي دي.
د دغه ولايت د والي مرستيال محمد علی احمدي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اگست ۲۸) له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي په دغه عملياتو کي وسله والو طالبانو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې ده:«د طالبانو څو تنه مخکښ قوماندانان وژل سوي دي او د يو زيات شمېر کسانو جسدونه ئې په سيمه کي پاته دي.»
د هغه په خبره په دغه عملياتو کي د ملي اردو او ملي پوليسو دوه تنه سرتيري هم وژل سوي دي.
احمدي وويل، چي جنگ تيره ورځ هم روان وو، او وسله والو طالبانو ته د هلمند او روزگان ولايتونو څخه مرستي را رسيږي. د اجرستان ولسوالي د هلمند او روزگان سره سرحد لري.
د والي مرستيال له دولت څخه وغوښتل چي د دغه ولسوالۍ د ساتني له پاره نور امنيتي ځواک هم ور ولېږي. د هغه په خبره هلته مېشت افغان امنيتي ځواک په سيمه کي د امنيت ساتلو جوگه نه دئ.
د دغه سرچينې په خبره هغه ځواکونه چي اوس په ولسوالي کي له طالبانو سره جنگيږي له غزني څخه ور لېږل سوي دي. که نه نو د غزني ولايت په ولسواليو کي له ۷۰ څخه تر ۸۰ پوري امنيتي ځواکونه موجود وي.
احمدي وايي، چي اجرستان ولسوالي د غزني له مرکز څخه په ۲۰۰ کيلومترۍ کي پرته ده او د هغې خرابي لاري د دې سبب سوي دي، چي دغه سيمه د طالبانو له پاره په يوه خوندي ځای بدل سي:
«ولسوالي د هلمند او روزگان په بغل کي پرته ده او له غزني څخه ډيره فاصله لري، دغه دليل دئ چي اوس دغه سيمه د مخالفينو د راټولېدو يو خوندي ځای گرځېدلی دئ.»
بله خوا د اجرستان ولسوالۍ بغل ته د مالستان ولسوالي چارواکي وايي، چي د دواړو ولسواليو مرکزونو ته نزدې وسله والو طالبانو ځای نيولی دئ او پر دغو ولسواليو باندي د طالبانو د احتمالي يرغل وړاندوينه کيږي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل