1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عنان: څوک چې د سولې پلان نه مني باید عواقب ئې هم وڅغمي

۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15Vus

د سوریې له پاره د ملګرو ملتو او عرب لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان، د امنیت پر شورا باندې غږ کړی دئ چې د دغه هیواد پر دښمنو ګوندونو باندې خپل فشار زیات کړي. عنان د ملګرو ملتو په یوې غونډه کې وویل چې د شورا ټول غړي باید خپل ملي خواهشات یوې خوا ته پرېږدي. هغه زیاته کړه چې هغه څوک چې د ده د سولې له پلان څخه سړغړونه کوي، باید د خپل کار عواقب هم وویني.

له بلې خوا بیا د امنیت په شورا کې د المان په گډون یو شمیر غربي هیوادونو د سوریې د کړکېچ د حل له پاره یوه نوې مسوده وړاندې کړې ده چې پکښې له ولسمشر بشارالاسد څخه غوښتل سوي دي چې د لسو ورځو په جریان کی باید د پوځ له خوا وسلوال بریدونه بند کړي. د مسودې له مخې که بشارالاسد په دې کار لاس پورې نه کړي نو پر هغه باندې به تعزیرات وضع شي.