عنان: د سوريې لپاره زما د سولي پلان ناکامه سوی دئ
۱۳۹۱ تیر ۱۸, یکشنبهاعلان
سوريې ته د ملگرو ملتونو او عربي ليگ ځانگړي استازي کوفي عنان منلې ده چي په سوريه کي ئې د سولي لومړی پلان ناکامه سوی دئ. نوموړي د فرانسوۍ ورځپاڼي لې موند، سره په خبرو کي ويلي دي چي د سوريې د تاوتريخوالي په ختمولو کي تر سره سوي ټولي هلي ځلي ناکامه سوي دي.
کوفي عنان د اپريل په مياشت کي د سوريې د کړکېچ د ختمولو لپاره شپږ ټکيز پلان اعلان کړی وو چي پکښي له دواړو خواوو اوربند مهم ټکی وو. خو دواړو اړخونو حکومتي ځواکونو او پاڅون کوونکو د اوربند څخه سرغړونه کړې. د کارپوهانو د اټکل له مخي د واکمن ولسمشر بشارالاسد پر ضد د احتجاجونو او پاڅون د پېل راهيسي په دغه هيواد کي تر ۱۷ زره څخه زيات انسانان وژل سوي دي.