عمر: تر بل هر وخت د پاکستان سره د خبرو زمينه برابره ده
۱۳۸۹ دی ۶, دوشنبهد ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر د دوشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبره غونډه کي وويل، پاکستان لکه افغانستان د تروريز قرباني دی او اوس هغه وخت رارسېدلی چي په خپلو کي همکارۍ ډيري کړو.
تر دې د مخه افغان حکومت وخت نا وخته په دې تورنوي چي د طالبانو سره مرسته کوي ولي وحيد عمر وايي چي درې کاله د مخه په پاکستان کي يو حکومت حاکم و چي هيڅ ډول لاسوهنه يې په افغانستان کي نه منله.
د ايکو سازمان په کنفرانس کي د افغانستان، پاکستان او ترکيې مقاماتو د ليدنو کتنو په اړه د کرزي وياند وايي چي ښې لاسته راوړني يې درلودې.
عمر وايي چي په روان وخت کي افغانستان او پاکستان د تروريز سره په جګړه کي په درد سره شريک دي.
« يو شی چي د افغانستان او پاکستان د اړيکو د پاره فوق العاده اړين دی، هغه مشترک درک دی چي دا د پاکستان په سياستوالوکي ساری نه لري.»
وحيد عمر په دې خبري غونډه کي وويل، چي ددې دپاره چي دواړه هيوادونه د سولي دپاره هلي څلي وکړي، د سولي د عالي شورا غړي پاکستان ته روان دي تر څو د پاکستاني چارواکو سره افغانستان ته د سولي د بيرته راتلو دپاره خبري وکړي.
له دې سره سره چي پاکستان مخکي تر دې ويلي ول چي د افغانستان په هغه سيمو کي چي پاکستان ته نږدې دي د هندي قونسلګريو د شتون څخه انديښنه لري چي ددې قونسلګريو څخه بلوځ وسله وال تمويليږي.
خو د ولسمشر کرزي وياند وايي چي افغانستان به هيڅ هغه چاته اجازه ورنه کړي چي ددغه هيواد د خاور د پاکستان پر ضد و کاروي او د پاکستان څخه هم ددې تمه لري.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل