1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د جنوبي وزیرستان په لور مارش پیل کړی دئ

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه
https://p.dw.com/p/16LYW

د پاکستان د اپوزیسیون یو مشر عمران خان د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې نن یو مارش پیل کړی دئ. د عمران خان د تحریک انصاف په نوم د گوند ملاتړ کوونکي او د جگړې ضد یو شمیر فعالین په پام کې لري چې په دغه مارش کې گډون وکړي. زیاته شوې ده چې دغه مارش له اسلام آباد څخه پیل شوی او په پام کې ده چې په جنوبي وزیرستان کې به پای ته ورسیږي.

د عمران خان په وینا چارواکو جنوبي وزیرستان ته د هغه په ورداخلیدو بندیز لگولی دئ، هغه له دولت څخه غوښتي که چیرې دولت دغه امر ورکړی هم وي نو بیرته دې واخلي. هغه زیاته کړې ده چې دوی د جگړې له پاره نه دي روان، دا یو سوله ییز لاریون دئ. له عمران خان سره به په دغه مارش کې شاوخوا ۲۰۰ تنه ځایي او بهرني ژورنالیستان هم سفر وکړي خو د هغوی سفر به تر ډیره اسماعیل خانه پوري وي.