عمر:اسلام آباد دي د غير مسؤلانه خبرو مخه ونيسي
۱۳۸۹ مهر ۸, پنجشنبهپه افغانستان کي د ننه د حکومت سياسي مخالفينو او دباندي يو شمير سياست والو د کرزي د حکومت دغه کار بې ګټي بللی او ځينو خو يې د سولي عالي شورا د نورو يو شمير شوراګانو په څير تش په نامه ډرامې ته ورته بللې ده.
د افغان حکومت د مخالفي سياسي ټلوالي مشر ډاکترعبدالله عبدالله وايي چي دغه جرګه به کومه لاس ته راوړنه و نه لري.
عبدالله وايي چي په تيرو څو کلونو کي دولت د طالبانو سره د سولي دپاره کوم اغيزمن کار ندی تر سره کړی او د حکومت دغه پاته راتګ طالبان زړه ور کړي چي د سولي د خبرو دپاره شرطونه وړاندي کړي.
« په دغه شورا کي د ځينو ملي شخصيتونو نومونه ليدل کيږي، زه د شخصيتونو په اړه څه نه وايم، خو دغه شورا کوم واضح وړانديز نه لري او زه خوشبينه نه يم چي هڅي يې يو ځای ته ورسيږي».
د ډاکټرعبدالله عبدالله ترڅنګ د پاکستان د څارګري اداري پخواني مشر جنرال حميد ګل هم د افغان حکومت پر دغه کارسخته نيوکه کړې.
حميدګل د سولي د عالي شورا د جوړيدو په غبرګون کي په پاکستان کي رسينو ته ويلي دي چي، افغانستان بيرته د طالبانولاس ته لويږي او نور نو بايد طالبانو ته يوازي طالبان نه بلکي د افغانستان د ملي پاڅون يوه برخه وويل سي.
حميد ګل چي د افغانستان په کورنيو چارو کي د لاس وهني زړه سابقه لري همداراز ويلي، هغه يو شمير کسان چي د سولي په عالي شورا کي ورته د ګډون حق ورکړ سوی په خپله افغانستان ته د ښکيلاک ګرو د راتګ لامل وو.
حميد ګل وايي دا هيڅ څوک نه سي هيرولای چي طالبان مذاکره نه کوي، هغوی او ګلبدين حکمتيار تر يوه پوښښ لاندي جګړه کوي نوهغوی به د کرزي سره څرنګه خبري وکړي.
اوس افغان حکومت د دغه پر کورناست پاکستاني جنرال خبري په کلکه رد کړي دي.
د ولسمشر وياند وحيد عمر د حميد ګل دغه څرګندوني غير مسولانه او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا سره په ټکر کي بولي.
«موږ د پاکستان د حکومت څخه تمه لرو چي تل د افغانستان سره د ترهګرۍ پرضد مبارزه کي ژمني کوي، ترڅو د دغسي غير مسولانه خبرو مخه ونيسي چي افغانان به يې هيڅ کله هم بې غرزه و نه بولي».
کابل او اسلام آباد چي د ترهګرۍ په وړاندي نړيوال کمپاين کي د امريکا نږدې شريکان بلل کيږي په تيرو نهو کلونو کي يې په وار وار په دغه جګړه کي يو پر بل باندي د ټکۍ برګۍ تورونه لګولي دي.
ډيری غربي استخباراتي ادارې اوس دا مني چي د پاکستان څارګره اداره د افغانستان په چارو کي لاس وهنه کوي هغه خبري چي اسلام آباد ته د منلو نه دي.
اوس د سياسي چارو شنونکي د افغانستان په اړه د پاکستان د متقاعد جنرال حميدګل دغه څرګندوني د افغانستان په چارو کي د پاکستان د لاس وهني د ښکاره ثبوت په توګه يادوي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل