1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمان د فیفا د غوراوي په لوبو په کي بریالی شو

۱۳۹۰ مرداد ۷, جمعه

اوس مهال نړیوال جام ته د اسیايي هیوادونو د غوراوي سیالۍ رواني دي. د دغو سیالیو کي د اومان هیواد د جمعي په ورځ وروسته له هغي بل پړاو ته لاره پیدا کړه چي لوبه د لیدونکو لخوا د بي نظمي د په لاره اچولو له امله ودرول شوه

https://p.dw.com/p/126PO
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/x99/ZUMApress

د عمان او مای مر تر منځ لوبه د دغي لوبي د ریفري لخوا وروسته له هغي ودرول شوه چي لیدونکو د لوبي په میدان، ریفری او لوغاړو بوتلونه او نور شیان وغوځول.

دغه لوبه ځکه د اومان په نفع ختمه شوه چی دغه هیواد په دوه ګولونو سره د لوبی مخګښه وه.

فیفا هم اعلان کړی چي د دغه سازمان د لوبو د تنظیم کمیټي دا خبره تصدیق کړي چي د لوبي وروستي پایله د عمان په ګټه ده.

که څه هم د لوبی د تنظیم لپاره ډیری پولیس حاضر ول خو د دغي لوبي لیدونکو وروسته له هغه پر تاوتریخوالي لاس پوري کړ چي د لوبي ریفري په 39 دقیقي کي د اومان لوبډلي ته یوه پنالتي ورکړه. په دغه وخت کي عمان د یوه ګول په تفاوت سره د لوبي مخکښه وه. د اومان د لوبډلي لوغاړي، اسماعیل الاجمي، د پنالتي شوټ په ګول تبدیل کړ چي دغي موضوع د لیدونکو قهر وپاروه او د لوبي فضا یي لا پسي خرابه کړه.

د لوبي د دویمي نیمایي د پیل سره په لوبغالي کی حاضرو لیدونکو پر لوبغاړو بوتلونه او نور شیان واچول او د لوبي نظم یی لا په سي خراب کړ.

دغی بینظمۍ بالاخره د لوبي ریفري دي ته اړ کړ چي لوبه ودروي او پایله یي د عمان په نفه اعلان کړي.

آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل