1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

علماوو شورا: په اسلام کي انتحار حرام دئ

۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبه

د افغانستان د علماوو شورا اعلان کړی دئ، چي په اسلام کي ځان وژنه حرامه ده. دغي شورا ويلي دي، هغه څوک چي ځانمرگی بريد کوي د جنت مستحق نه دئ او هغه څوک چي د جهاد له پاره ځانمرگی بريد کوي، حرام عمل ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/16q4t
انځور: picture-alliance/dpa

په انځور کي د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئيس مولوي قيام الدين کشاف.

دغي شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره، چي د افغانستان د جمهوري رياست له دفتره رسنيو ته لېږل سوې ده، ويلي دي: «د افغانستان د علماوو شورا له تاسيس راهيسي په وارو وار د انتحاري بريد او ملکي خلکو د وژلو د ناروا والي په خاطر اعلاميې صادري کړي دي او خپل ږغ ئې تر خپلو مسلمانو خلکو او نړيوالو پوري رسولی دئ. دا دئ يووار بیا د دغه بريدونو د حرامېدو په خاطر د قرآني حديثو په روڼا کي دغه مصوبه صادروو.»

تر دې مخکي د افغانستان د علماوو شورا ډير لږ د ځانمرگو بريدونو په اړه نظر ورکاوه، ځکه نو په افغانستان کي يوشمېر خلکو پردغي شورا باندي نيوکه کوله چي دوی ولي پر ملکي کسانو او مسجدونو باندي د بريدونو په اړه چپ دي.

تر دې دمخه د عرفې په ورځ د عربستان مفتي شېخ عبدالعزيز، وويل چي ځانمرگی بريد حرام دئ. افغان حکومت د دغي فتوا هرکلی وکړ. دغه راز په پام کي دي، چي د نړۍ علما به په يوه نړيوال کنفرانس کي د ځانمرگي بريدونه پر ناروا والي باندي بحث وکړي.

د افغانستان امنيتي څانگو تردې دمخه په مسجدونو کي د حکومت او بهرنيانو پرضد تبليغ په اړه اندېښنه ښوولې وه. د افغانستان د ملي امنيت ادارې څو ځله هغه ملايان ونيول، چي له ځانمرگو بريد کوونکو سره ئې مرسته کړې وه او هغوی ته ئې ځای ورکړی وو.

د علماوو شورا په اعلاميه کي راغلي دي: «لکه څرنگه چي د انسان نفس په خپله د انسان ملکيت نه دئ او نسي کولای چي په هغه کي هرډول ناروا تصرف وکړي، ځکه دا يو ستر الهي امانت دئ، نو د خپل نفس د وژلو گناه د نورو تر وژلو ډيره ده او دا کار حرام دئ.»

د افغانستان د علماوو شورا ويلي دي، هغه څوک چي ځانمرگي بريد ته خلک هڅوي هم له غذابه په امان کي نه پاتيږي. په اعلاميه کي راغلي دي، چي د اسلام پيغمبر د هغه چا د جنازې لمونځ ادا نه کړ، چي خپل ځان ئې په خپلي وژلی وو.

په اعلاميه کي دغه راز راغلي دي: «د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا پاکستان ته د دغه هيواد د سولي د عالي شورا د پلاوي سفر مثبت ارزوي او د پاکستان او افغان چارواکو گډه اعلاميه يوه ښه لاسته راوړنه بولي، او په ځانگړې توگه د دغي اعلاميې اوومه ماده، چي په هغه کي د افغانستان، پاکستان او نورو اسلامي هيوادونو د علماوو ترمنځ د يوه کنفرانس د جوړيدو غوښتنه سوې ده.»

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل