1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د دفاع وزیر ځمکې نه دي غصب کړي»

۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبه

د دفاع وزارت هغه رپوټونه ‎رد کړل چې وايي د دفاع وزیر د ځمکې په غصبولو کې لاس لري. د دفاع پر وزیر باندې تور لگول کیږي چې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې ئې ۵۰۰ جریبه حکومتي ځمکه لاندې کړې ده او ورڅخه د ځان په ګټه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/15VO1
انځور: AP

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «هیڅ ځمکه د دفاع وزیر په نوم یا د دفاع وزیر په واسطه او یا هم د دفاع وزیر له لارې په هیڅ ځای کې نه ده نیول شوې. زه دغه رپوټ په بشپړه توګه ردووم.»

هغه زیاته کړه چې که چیرې دغه کسان چې د افغانستان د دفاع پر وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، باندې دغه راز تورونه لګوي د خپلې ادعا له پاره اسناد ولري نو باید هغه رسنیو او افغان ولس وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت یوه پخواني جنرال نورالحق علومي، په دې اړوند دویچه ویله (المان غږ) ته وویل: «د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ملي دفاع وزارت ملکیتونه غصب شوي دي چې د ډیرو ملکیتونو په غصبولو کې پخپله وزیر او یا هم د دفاع وزارت نور لوړپوړي چارواکي لاس لري.»

ښاغلی علومي د یو شمیر سیمې مشخصې هم کړې چې د هغه په وینا د دفاع وزارت د چارواکو له خوا غصب شوي دي: «ټول ځایونه موږ ته معلوم دي. په دارلامان او قرغه کې د ملي دفاع وزارت ځمکي او یا هم په نورو ولایتونو کې یو شمیر ځمکې د دفاع وزیر او یا هم د هغه د کسانو له خوا غصب شوي دي. او دا د شیرپور غصب شوې ځمکي آيا د دفاع وزارت ځمکي نه دي؟ په دغه ځای کې پخپله وزیر هم ځمکه غصب کړې ده.»

دا یوازې د افغانستان د دفاع وزیر نه دئ چې ورباندې د غصب او اختلاس تورونه پورې کیږي، تر دې مخکې د انرژي او اوبو پر وزیر اسماعیل خان، هم د پراخ فساد او اختلاس تورونه لگول شوي ول. اسماعیل خان هم پر ځان لگیدلي تورنه رد کړي دي.

د افغان حکومت پر لوړپوړو وزیرانو په داسې حال کې د فساد او اختلاس تورونه لگول کیږي چې څو ورځې پخوا ولسمشر کرزي د توکیو په کنفرانس کې نړېوالې ټولنې ته د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې ټینګې ژمنې ورکړې.

پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ډیر شوي دي

په دې خبري غونډه کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، پر افغان امنیتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي خبر هم ورکړ.

ښاغلي عظیمي وویل چې په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو بریدونو کې څه باندې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دئ خو د هغه په خبره پر افغان ځواکونو بریدونه بیا په همدې اندازه ډیر شوي دي. د عظیمې په خبره پر افغان ځواکونو ډیر بریدونه د سړک د غاړې د ماینونو په واسطه کیږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي، دا هم وویل چې په روانه میاشت کې افغان ملي اردو ۳۱ پوځي عملیات په خپلواکه توګه ترسره کړي دي. د نوموړي په وینا په وروستیو وختونو کې د افغان ځواکونو جنگي وړتیاوې لوړې شوې دي.

اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش