1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: د ډيرو نا امنه سیمو امنيتي مسووليت مه را سپاری

۱۳۸۹ بهمن ۲۱, پنجشنبه

نوموړی وايي د دوی غوښتنه دا ده چي، په لومړي سرکي د هغو سيمو امنيتي چاري دوی ته وسپارل سي، چي د دولت ضد اورپکو ګواښونه لږ دي.

https://p.dw.com/p/QzaH
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيميانځور: AP

عظيمي که څه هم په هيواد کي دننه د فعالو دولت ضد وسله والو شميره د ۲۵ تر ۳۵ زرو پوري په ګوتو کوي. خو هغه سيمي پر درو برخو ويشي چي، امنيتي چاري يې د بهرنيو سرتيرو څخه افغان پوځيانو ته ليږدول کيږي.

عظيمي په کابل کي په يو مطبوعاتي کنفرانس کښي وويل:« موږ د افغانستان نا امنه سيمي پر درو برخو ويشو، په ځينو کي ګواښونه په لوړه کچه، په ځينو کي په منځنۍ کچه او په ځينو کي بيا په ټيټه کچه دي، موږ غواړو د امنيت د ليږد لړۍ د منځنۍ کچي ګواښ درلودونکو سيمو څخه پيل سي».

د دفاع وزارت وياند وايي چي په هيواد کي د دولت ضد اورپکو شمير له ۲۵۰۰۰ څخه نيولي تر ۳۵۰۰۰ پوري رسيږي چي پر دريو ډلو ويشل سوي دي.

دا هغه شميره ده چي د عظيمي په وينا د موسوم په بدليدو پکښي بدلورن راځي.

جنرال ظاهرعظيمي لومړي ډله هغه طالبان په ګوتو کوي چي د افغان او کورنيو ځواکونو په وړاندي جنګيږي.

په دوهمه ډله کي هغه طالبان شامل دي چي يو جګړيز ماموريت په سر جمع ډول د پيسو په ورکړي ورته سپارل کيږي، او دريمه ډله هم هغه زور پالي دي چي د جګړې لپاره په منفرد ډول په کرايه نيول کيږي او د خپل ماموريت تر پای ته رسولو وروسته بيرته خپلو اصلي پټن ځايونو ته ستنيږي.

د افغانستان د درو ګونو امنيتي ارګانونو، ملي دفاع، پوليسو او ملي امنيت د پرسونل شميره شاوخوا نيم مليون ته رسيږي.

جنرال عظيمي وايي چي د زور پالو د دقيقي شميري په اړه دوی معلومات نه لري خو هغه شميره چي اوس يي وړاندي کوي د اټکل له مخه راټوله سوې ده.

دا په داسي حال کي ده چي د ناټو جنرالان د را روان پسرلي لپاره په افغانستان کي د خونړيو جګړو وړاندوينه کوي.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ديويد پترويس په خپله وروستۍ مرکه کي چي د يوې غربي رسنۍ له لوري خپره سوي ويلي چي د دوی وړاندويني ښيي چي جګړه مار قوتونه يوځل بيا جګړو ته ځانونه چمتو کوي.

جنرال پتريوس ډاډه دی چي په روان ژمي کي يې د حقاني شبکې او طالبانو ډيرکليدي مشران له مينځه وړي او هغوی به په را روان پسرلي کي دا وړتيا و نه لري چي د تير په شان د جګړې نوښت په لاس کي واخلي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل