عرب ژورنالیست په مالیزیا کي ونیول شو
۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعهاعلان
د مالیزیا پولیسو ویلي دي چي د سعودي عربستان يو ژورنالیست ئې نیولي دئ. دغه ژورنالیست له خپل هیواد څخه له هغه وروسته وتښتید چي د تویتر په ویبپاڼه کي ئې محمد (ص) ته سپکاوی وکړ.
دغه عربي ژورنالیست حمزه نومیږي. ویل کیږي چي ځيني عربانو د حمزه د وژل کواښ کړي دئ. د مالیزیا دولت لا نه دي ویلي چي حمزه به سعودي عربستان ته وسپاري او که نه.