1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي لیگ: بشار الاسد دې واک پریږدي

۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15dHS

د عربي لیگ د بهرنیو چارو وزیرانو د قطر په پلازمینه دوحه کې غونډه کړې ده او له بشارالاسد څخه ئې غوښتي دي چې له واک څخه لاس په سر شي چې په سوریه کې روانې نارامۍ پای ته ورسیږي. هغوی په عین وخت کې د سوریې د اپوزیسیون د آزادو سرتیرو په نوم له پوځ څخه هم غوښتي دي چې یو ملي انتقالي دولت تشکیل کړي.

د قطر هیواد لومړي وزیرحامد بن یاسیمن په دوحه کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل که چیرې اسد په عاجله توگه له قدرت څخه لیري شي نو د هغې د وتلو له پاره به یوه خوندي لارې برابره کړي، خو اسد د دغسې څه د تر سره کولو له پاره کوم غبرگون نه دئ ښودلی.

په عین وخت کې د یکشنبې ورځ هم په سوریه کې د تاوتریخوالي پیښې رامنځ ته شوې دي. د بشري حقونو د ټولنو په وینا یوازې د یکشنبې په ورځ ۵۰ تنو ملکي وگړو او لږ تر لږه ۲۰ تنه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. په سوریه کې د روان کړکیچ د پیل راهیسې تر اوسه ۱۸ زره انسانان وژل شوي دي.