1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تکریت د بیرته نیولو له پاره پوځي عملیات

مسعود جهش (AFP, AP)۱۳۹۳ اسفند ۱۱, دوشنبه

عراقي ځواکونو د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې له جنگیالیو څخه د صدام حسین د زیږد ځای تکریت، ښار د بیرته نیولو له پاره پراخ پوځي عملیات په لاره اچولي دي. دغه خبر د عراق دولتي تلویزون ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1Ejdk
انځور: Getty Images/AFP/Al-Rubaye

د عراق دولتي تلویزیون «العراقیه» د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د مارچ ۲مه) وویل چې دولتي ځواکونه چې ملاتړ یې د شعیه او سنې ځواکونو له خوا کیږي، اوس په تکریت ښار باندې د برید په حال کې دي. زیاته شوي ده چې د عراق توپخانې او جنگي جېټ الوتکو هم په دې برید کې برخه اخیستې ده.

ویل شوي دي چې دې ښار ته څیرمه له یو شمیر پرتو سیمو څخه یاغیان هم ایستل شوي دي خو لا تر اوسه پورې د دې په اړه جزئیات په لاس کې نه شته.

دغه برید تر هغې څو ساعته وروسته پیل شو چې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي، پر سني جنگیالیو باندې غږ وکړ چې له اسلامي دولت څخه خپل ملاتړ پریږدي او په بدل کې به هغو وبخښل شي.

العبادي وویل: «زه پر هغو کسانو باندې غږ کوم چې پخوا بې لارې شوي وو او تیروتنې یې کړې دي چې اوس خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي. دا کیدای شي چې د هغوی وروستی چانس وي.» له دې سره عراقي لومړي وزیر د دې وړاندیز چې ځینې کسان کیدای شي چې وبخښل شي وکړ.

د یکشنبې په ورځ د برید تر اعلانولو وروسته العبادي له عراقي ځواکونو څخه وغوښتل چې د ملکي وگړو ژوند ته گواښ پیښ ته نه کړي. هغه خبریالانو ته وویل: «هغو ځواکونو ته چې په دغو عملیاتو کې گډون کوي زموږ له خوا دا لومړیتوب ټاکل شوی دی چې د ملکي وگړو ساتنه وکړي.»

هغه د ټولنیزو رسنیو له لارې پر خپلو ځواکونو باندې غږ وکړ چې د ملکي وگړو ساتنه وکړي.

تکریت د پلازمېنې بغداد په شمال کې د ۱۳۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی. دغه ښار د تیر کال په دوبي کې د اسلامي دولت د جنگیالیو لاس ته ولوید.

اوس عراقي ځواکونه، د شیعه جنگیالو، سنې قبیلوي مشرانو او د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال هوايي ملاتړ په مرسته د تکریت ښار د بیا نیولو هڅه کوي. د عراق په شمال کې کردي ځواکونه هم له افراطي ډلې اسلامي دولت، څخه د سیمو د نیولو په حال کې دي. په سوریې کې هم د کوباني ښار له دې ډلې څخه بیرته نیول شوی دی.