1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

عراقي ځواکونه د موصل ښار څنډو ته نزدې شوي

۱۳۹۵ آبان ۱۱, سه‌شنبه

عراقي ځواکونو د موصل ښار پر لور پرمختگ کړی او د دغه ښار څنډو ته ورسیدلي دي. د رپوټونو له مخې عراقي ځانگړي ځواکونه چې د ښار ختیځ لور ته د پرمختگ هڅه کوي، د هاوان له فیرونو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2RyL8
Mossul Irak Mobilisierung gegen IS
انځور: Reuters

د عراق د موصل ښار د نیولو له پاره څه د پاسه دوې اوونۍ د مخه پوځي عملیات پېل شول. په داسې حال کې چې جگړې لا زور اخیستی دی، د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ ائتلاف، هوایي ځواکونو د موصل ښار ختیځې څنډې ته پر پرتې سیمه کوکجلي کې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش مورچلې په نخښه کړې دي.

د عراق د ځانگړو ځواکونو ډگر جنرال حیدر فدهیل، په خبره کله چې د سه شنبې په سهار ځواکونو د ښار پر لور پرمختگ کاوه نو داعش پر دوی باندې د ټانک ضد توغندیو بریدونو کړي، څو دوی ودروي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي که چیرې عراقي ځواکونه د کوکجلي سیمې ته ورننوځي نو دا به د ۲۰۱۴م کال وروسته لومړی وار وي چې عراقي ځواکونه په موصل کې قدم ږدي. دغې تندلارې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې د عراق دغه دوهم ستار ښار نیولی وو. تر دې دمخه د تروریزم ضد څانگې (سي ټي اس) ځواکونو له داعش څخه په بزوایه کې یو کلی نیولی وو.

راتلونکی پړاو

کله چې لومړنی پړاو پای ته ورسیږي، نو اټکل کیږي چې عراقي ځواکونه به د موصل ښار تر نیولو وروسته هڅه وکړي چې په موصل ښار کې د اوسیدونکو ملکي وگړو له پاره خوندي لار یا دهلیز رامنځ ته کړي. اوس هم په دغه ښار کې تر یوه میلیون پورې د ملکي کسانو د اوسیدو اټکل کیږي.

د عراق د تروریزم ضد خدماتو څخه یوه ډگرمن، د فرانس پرس خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د دوی هدف دا دی چې له داعش څخه پاتې دوه وروستي کلي بزاویه او کوکجلي ونیسي.

داعش د ځواکونو د پرمختگ پر وړاندې مقاومت کوي

اسوشیتد پرس خبري آژانس د یوه ډگر جنرال له قوله ویلي دي چې د داعش جنگیالي د عراقي پوځونو د پرمختگ د مخنیوي هڅه کوي. د عراق د موصل ښار د نیولو عملیات دوه اوونۍ تر مخه پېل شول. داعش د ۲۰۱۴م کال په جون میاشتې کې په عراق او د هغې په گاونډي هیواد سوریه کې یو شمیر سیمي ونیولې او هلته یې په خپل سر د اسلامي خلافت اعلان وکړ.

نور مطالب: