1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراقي سياستوال د سعودي عربستان منځګړيتوب نه مني

۱۳۸۹ آبان ۱۰, دوشنبه

د سعودي عربستان پاچا عبدالله په عراق کي د يو نوي حکومت د جوړولو د پاره عراقي سياستوال د نومبر په مياشت کي د خبرو اترو د پاره رياض ته ور بللي.

https://p.dw.com/p/PvLF
انځور: AP

خو د عراق شيعه ملي اتحاد وايي چي، موږ پوهيږو چي سعودي عربستان زموږ د هيواد په حالاتو اندېښمن دی او دې خبرو ته په درنه سترګه ګوري. خو د عراقي وګړو استازي به خپله په دې و نه توانيږي چي يو ګډ حکومت جوړ کړي.

خو د ملي اتحاد برعکس سميع العسکري، چي د پارلمان غړی او د عراق د برحال لومړي وزير نوري المالکي د نزدي ملګرو څخه دی، د پاچا دا بلنه يې منفي وبلله.

ده وويل چي سعودي عرب دا حق نه لري چي د عراق په سياست کي سهم ورلري، ځکه چي دا هيواد په ماضي کي بې طرفه نه وو او د المالکي او د هغه د سياسي بلاک سره يې تل مخالفت درلود.

تراوسه يوازي د العراقيه ګوند د سعودي عربستان د خبرو اترو د وړانديز هرکلی کړی دی.

العراقيه چي د عياد علوي لخوا رهبري کيږي د مارچ د مياشتي په ټاکنو کي يې نه يوازي د شيعه مذهبو بلکي د سنيانو ډيری راي هم واخيستي او په پارلمان کي يې تر ټولو ډيري چوکۍ وګټلي. خو تر اوسه نه العراقيه او نه د الماليکي په دي توانيدلي چي د ايتلافي حکومت جوړ کړی.

سعودي عربستان د خبرو اترو وړانديز ښايي د هغي انديښنې له امله کړي وي چي سعودي عرب يې د خپل ګاونډي هيواد په اړه لري. په بغداد کي د واک دوامداره خلا کولا سي ټوله سيمه بې ثباته کړي.

د اردن پاچا عبدلله دويم هم څو ورځي د مخه ويلي وو چي د عراق امنيت او ثبات د سمه ايز امن کيلۍ ده.

د نزدې ختيځ د چارو کارپوه برايزاټ وايي چي عراق د ډيري مودي راهيسي د نورو قوتونو د لاس اله سوې ده.

« دلته ايران خپل رول لوبوي. همدا ډول ترکيه، سوريه، سعودي عربستان او کويټ هم د امريکا پر متحده ايالاتو سربيره چي د عراق ملا يې ورماته کړه او دا هيواد يې ايران ته وسپاره، چي هغوی به اوس دلته خپل واک په اسانۍ سره د لاسه ورنکړی.»

د سعودي عرب د پيل او وړانديز د برياليتوب لپاره دا خبره مهمه ده چي د ايران حکومت په دې اړه څه تګ لاره غوره کوي.

کيون توپ/ برېښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل