1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالکریم، کمیدین

۱۳۹۳ اسفند ۱۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/1ElSI
انځور: Guido Schröder

دا یو ډیر ښه کار دی، ځکه له دې سره دا خبره څرگندیږي چې آلمان په اصل کې څه ډول یو هيواد دی. آلمان یو ډیر له هیجانه ډک او په زړه پوري هیواد دی. هغه ۸۱ میلیونه کسان چې ډلته ژوند کوي ټول هغه شان نه دي لکه په احصائیو کې چې یو آلمانۍ ښوول شوی دی. موږ ټول له رنگونو ډک او د بېلابېل فکر خلک یو. ان په ځنگل کې هم هر څه یو ډول نه وي. یوځايوالی او پلورلیزم اوس د ټولو د ژبو پر سرو دی. زه هیله لرم چې په دې کمپاین سره به هغه تاریک فکره کسان چې د هر دلیل له مخي تبعیض لري، په دې خبره پوه شي چې دا یوازي د وخت ضایع کول دي. هغه څوک چې تبعیض لري، هغوی پر سمه لار روان نه دي. هغوی یوه ستونزه لري چې باید له منځه یې یوسي.