عبدالوحید وفا، هغه مشر چې ښې لاسته راوړنې لري
وفا هره ورځ په دغه مرکز کې اته ساعته کار کوي. د هغې له اصلي دندو څخه د دغه مرکز مدیریت او د فعالیتونو همغږي کول دي.
عبدالوحید وفا، د کابل په پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز اجرائیوي رئیس دی. دغه مرکز څو کاله وړاندې تأسیس شوی دی اوس د افغانستان په هکله تر سلو زرو د ډیرو معتبرو اسنادو درلودونکی دی.
د دغې ښکلې ودانۍ په دننه کې د کتابونو آلمارۍ، انځورونه، تاریحي او څیړنیز اسناد د یوه ځانگړي نظم له مخې ځای پر ځای کړی شوي دي.
عبدالوحید وفا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له څانگې څخه فارغ شوې دی. هغه ۱۱ کاله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره کار کړی او د امریکا د هارورد په پوهنتون کې یې یوه کلنه روزنیزه دوره بشپړه کړې ده.
دغه مرکز د افغانستان په اړه د وروستیو ۵۰ کلونو اسناد چې د امریکایې څیړونکې نانسي دوپري له خوا راټول شوې دي په ډیجیټاله بڼه د تحقیق کوونکو او څیړونکو په اختیار کې ورکوي. امریکایې څیړونکې نانسي دوپري د خپل عمر دوه پر دریمه برخه د دغو اسنادو په راټولو او د دغه مرکز پر جوړولو لگولې ده.
افغانستان پیژندنې څيړنیز مرکز د سید جمال الدین افغان مقبرې ته څیرمه موقعیت لري او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون له خوا جوړ شوې دی.