عبدالله گل پوره رايي نه دي ترلاسه کړي
۱۳۸۶ مرداد ۳۰, سهشنبهاعلان
د ترکيې په پارلمان کې د اولسمشر د ټاکنو په لومړي روڼ کې، د عدالت او پرمختگ له گوند AKP څخه کانديد د بهرنيوچارو موجوده وزير عبداله گول Abdullah Gül د رايو لازمه دوه پر دريه برخه نه ده گټلې.
د مۍ د مياشتې په ټاکنو کې، د راولاړو شوو لانجو او د مخالف لوري د بايکاټ له کبله نظامي مشرانو مداخله وکوله او ټاکنې سر ته ونه رسېدلی شوای.
څرنگه چې د جولای د مياشتې په پارلماني ټاکنو کې د عبداله گول گوندد څوکيو زيات اکثريت لاس ته وروړی، نو که د ټاکنو په دوهم روڼ کې نه وي، په دريم کې د نوموړي ټاکنه حتمي ده، او دا ځکه چې په دريم روڼ کې هسې د رايو اکثريت کفايت کوي.
که دوهم روڼ نتيجه ورنه کړي، نو بيا به د آگست د مياشتې په ٨ ورځ دريم او وروستی روڼ رايې اخيستل کيږي.