عبدالله: په لويه جرگه کي گډون نه کوم
۱۳۹۰ آبان ۲۲, یکشنبهد «بدلون او اميد» د غورځنګ مشر او د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير وويل، لويه جرګه چي په پام کي ده د چهار شنبې په ورځ دايره سي، د«اساسي قانون» سره مغايرت لري.
عبدالله په کابل کي يوې غوڼدي ته وويل: « په داسي حال کي چي ولسي جرګه او مشرانو جرګه موجوده وي، د يوې لويي جرګې دايرول يو غير قانوني کار دئ.»
افغان حکومت د امريکا له متحده ايالاتو سره د يو ستراتيژيک تړون د لاسليک کولو له پاره د خپل هيواد کابو 2030 قومي مشرانو، مخورو او لوړپوړو چارواکو ته بلنه ورکړې تر څو پر دې موضوع باندي بحث او خبري وکړي.
عبدالله يادونه وکړه، چي نوموړي استازي د دغي موافقې له محتوا څخه ناخبره دي. هغه وويل: « حتي زه د دغي موافقي له محتوا څخه خبر نه يم.»
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په يوه وينا پاڼه کي، چي د شنبې په ورځ خپره شوه، ويلي دي چي «جرګه به هرمرو دايريږي.»
د کرزي له خولي په دغه وينا پاڼه کي راغلي دي: « که څه هم له امريکا متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک مشارکت خبري اتري بشپړي سوي نه دي، خو د هيواد له استازو سره د سلا مشورو يو مهم ګام مخ په وړاندي دئ او په همدې وجه به په هغه ورځ، چي تصميم ئې نيول سوی جرګه به دايريږي.»
په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت يو وياند هم رسنيو ته ويلي دي، چي پر نوموړي موافقې باندي د دواړو هيوادونو خبري اتري لا دوام لري.»
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل