1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: يوه ورځ هم تقلبي حکومت نه منو

مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۱۷, دوشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته یوه کانديد عبدالله عبدالله وویل چې د هغه له سیال اشرف غني احمدزي سره د ملي وحدت حکومت د جوړولو پر سر سیاسي خبرې اترې له «بن بست» سره مخامخ شوې دي. هغه زیاته کړه د تقلب پایلې او حکومت يې نه مني.

https://p.dw.com/p/1D8o0
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې سیاسي بهیر د هغه د سیال اشرف غني احمدزي،ډلي له کبله له ماتي سره مخامخ شوی دی. هغه وویل: «سیاسي بهیر له دې کبله له ماتي سره مخامخ شوی دی چې بل اړخ [د ډاکټر اشرف غني احمدزي ډله] بيده ده. زموږ ادعا او نیت یې درک نه کړ. زموږ صبر او حوصله یې زموږ د بیچاره گۍ، د خپلې بریا او به دې معنا وگڼله چې موږ ته به یو څه راکړي.»

‌عبدالله یووار بیا ادعا وکړه چې د ټاکنو گټونکی دی او د خپلو پلویانو پر وړاندي یې ټینگار وکړ چې د تفتیش د روان بهیر پایلي او د هغه له کبله رامنځ ته کیدونکی حکومت به و نه مني، ځکه په خبره یې د تفتیش بهیر خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی: «تقلب او د تقلب د پایلو اعلان نه منو [...] یوه ورځ هم تقلبي حکومت نه منو.»

په افغانستان کې د جون پر ۱۴ نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو تر سره شو چې دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله پکې د بریا ادعا وکړه. د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانیدو وروسته چې اشرف غني پکې مخکښ وو، عبدالله عبدالله، د یوه موازي حکومت د اعلانولو گواښ وکړ.

دغو ټولو جنجالونو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، دوه وارې افغانستان ته سفر کولو ته اړ کړ. هغه دواړه کانديدان یو له بل سره کښېنول او د ټولو رایو د تفتیش او د پایلې تر اعلان وروسته یې د یوه ملي وحدت حکومت د جوړولو پر سره موافقه رامنځ ته کړه، خو دغه دواړه بهیرونه ښایي له ناکامي سره مخامخ شوي وي. تر دې دمخه عبدالله عبدالله د تفتیش له بهیر څخه وتلی وو او د دوشنبې په ورځ یې د سیاسي بهیر د ناکامۍ اعلان هم وکړ.

عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د درغلیو پړه پر خپل سیال اشرف غني احمدزي باندي واچوله او ویې ویل چې د اوسني وضعیت مسئولان «تقلب کاران» دي: «زه غواړم خلکو ته ووایم چې موږ دا کار ستاسو په حق کې نه دی کړی، بلکي دا تقلب کاران دي چې دغه حالت یې پر تاسو باندي راوستی دی.»

سیاسي بهیر ته غاړه ایښودل زموږ ضعف نه، حوصله ده

عبدالله وویل چې له لومړي سره یې د ملي حکومت جوړیدل د افغانستان په خیر بلل او له همدې کبله یې له سیاسي بهیر سره موافقه کړې ده. هغه ادعا وکړه چې له دې بهیر سره د هغه یوځای کیدل د ماته منلو معنا نه لري.

عبدالله وویل: «له سیاسي بهیر سره زموږ یوځای کیدل زموږ له خوا د ماتي د منلو په معنا او د دویم پوست د منلو په منعی نه دی او یا دا چې کوم بل څوک د افغانستان ولسمشر شي.»

عبدالله ټینگار وکړ چې په وروستیو وختونو کې د هغه له خوا اعلان شوی موقف د بهرنیانو د فشارونو له کبله نه، بلکې «د افغانستان د مصلحت او د هغه د پلویانو د صبر» له کبله غوره شوی وو.

«تاوتریخوالی زموږ له پاره شرم دی»

په افغانستان کې د سپتمبر له نهمي نیټې څخه د شهید اوونۍ لمانځل کیږي. عبدالله عبدالله له همدې کبله پر خپلو پلویانو باندي غږ وکړ چې د سپتمبر پر نهمه نیټه د احمد شاه مسعود د وژل کیدو د کلیزي د لمانځي په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې له سیاست څخه لیري پاته شي.

هغه وویل: «په راتلونکو دوو ورځو کې چې په افغانستان کې د شهید ورځي لمانځل کیږي زه له خپلو هیوادوالو څخه غواړم چې دا دوې ورځي له سیاسي مسایلو سره گډي نه کړي»