1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله د رایو د تفتیش له بهیر سره یوځای شو

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۱۳, دوشنبه

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو نمایندگي وویل چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د رایو د بیا شمیرنې پر څرنگوالي باندې اوس دواړو اړخو موافقه وکړه او له دې سره به د رایو د پلټنې پروسه دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/1CoIo
انځور: Reuters/Omar Sobhani

په افغانستان کې ملگرو ملتونو دفتر یا یوناما د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د ټاکنو په دویم پړاو کې د ادعا شویو درغلیو د پلټنې د بهیر د ژغورلو په موخه د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله، سره تر یو لړ خبرو اترو وروسته، د هغه تیم موافقه وکړه چی سر له دوشنبې ورځې څخه د رایو د بیا شمیرنې په څارنه کې گډون وکړي.

له دې مخکې د عبدالله استازو د یکشنبې په ورځ د رایو د بیا شمیرنې پر طرزالعمل باندې د اعتراض له امله په دغې پروسې کې له گډون کولو څخه ډډه کړې وه. خو یوناما وویل چې د یکشنبې د ورځې په اوږدو کې د عبدالله له تیم سره په دغې لانجې کې یو جوړ جاړي ته ورسیدله. یوناما په یوې خپرې شوې وینا پاڼې کې وویل چې د عبدالله تیم «ملگرو ملتونو ته خبر ورکړ چې هغه غواړي سره له دوشنبې د رایو د پلټنې په پروسه کې گډون وکړي.»

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستیال نیکولاس هیسوم، له دې مخکې خبرداری ورکړی وو چې د پلټنې پروسه کیداې شي چې د مخکښو کاندیدانو د څارونکو له گډون څخه پرته د نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې دوام پیدا کړي: «نړیوال څارونکي به دلته هر څه تر څارنې لاندی ونیسي. کاندیدان حق لري چی په څارنه کې حضور ولري خو حتمي نه ده چې دا کار وکړي. موږ هغوی هڅوو چې دلته حضور ولري.»

د جون په ۱۴ د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې تر سره شوې او د ټاکنو د کمیسیون د وینا له مخې څه د پاسه اته ملیون افغانانو خپلې رائې صندوقونو ته واچولې. د ټاکنو د لومړنیو نتایجو له اعلان څخه مخکې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله، د «پراخو درغلیو» ادعا وکړه. د لومړيو نتایجو له مخې اشرف غني احمدزی د عبدالله په پرتله مخکې دی.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جیمز کنینگهام، د عبدالله د تصمیم چې د رایو د پلټنې په پروسه کی بیرته گډون کوي هرکلی وکړ. کنینگهام هیله څرگنده کړه چې د اگست ترپایه پورې د پلټنې پروسه پای ته ورسیږي او د «نوي ولسمشرد لوړې » له پاره لاره هواره شي: «دا د هرکلي وړ خبر دی. ډیر کارونه بشپړ شول. نو اوس کیدای شي چی د پلټنې کار په راتلونکو ورځو کې په گړندي توگه پر مخ ولاړ شي.»

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرون اعلان وکړ چې د رائیو د پلټنې په پروسه کې تر دې وروسته ځنډ په هیڅ صورت سره د ځغملو وړ نه دی. د کمیسیون مشر یوسف نورستاني، وویل چی د «د پلټنې طرزالعمل د ملگرو ملتو له خوا جوړ شوی او دواړو کاندیدانو اصولا منلې دی.»

د رايو د بیا شمیرنې په پروسه کې د کاندیدانو د استازو او څارونکو د گډون په هکله تر اوسه پورې د هغوی له خوا کومه تبصره نه ده شوې. په دې منځ کې د عبدالله تیم د افغانستان د ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلي احتمالي ثبت شوې خبرې خپرې کړې چې گواکې هغه ویلي دي: «ولسمشر کرزی او نړیواله ټولنه په گډه غواړي د اشرف غني په پلویتوب د ټاکنونتایج اعلان کړي.»

واکمن ولسمشر حامد کرزی چی د قانون له مخې د دریمې دورې له پاره ېې ځان کاندید نه کړ، ویلی دي چی هغه په ټاکنو د هیچا پلوي نه کوي.

وروستۍ لانجې ته په اشارې سره د ولسمشر ویاند ایمل فیضی، د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: «موږ هیله من یو چی دواړه کاندیدان په دی پوه وي چې په دی لاره کې نور ځنډ د هیواد په گټه نه دی.» فیضي زیاته کړه، داسی ښکاري چی د د رائیو د پلټنې پروسه به د اگست په ۲۵ پای ته ورسیږي.

فیضی خبرداری ورکړ چې «نور ځنډ د هیواد په اقتصاد، امنیتي وضعې، عامه ‌ذهنیت باندې ناوړه اغیزه کوي او د هیواد له پاره کیدای شي چې دير خطرناک وي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب