د ملا عمر په فاتحه کې د دولتي ګډونوالو پلټنه کيږي
۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سهشنبهله هغه وروسته چې د طالبانو د مشر ملا عمر، د مړیني خبر تائید شو، په کابل کې د هغه د فاتحې مراسم جوړ شول. له بلې خوا بیا د غزني ولایت چارواکو خبر ورکړی دی چې په دغه ولایت کې یې د دغه شان مراسمو مخه نیولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومی، د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل: «په خواشینۍ سره ولیدل شول چې په کابل کې آن یو شمیر دولتي چارواکو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.»
د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، دفتر د کورنیو چارو د وزير په حواله ويلي دي: «په دې اړه باید بې تفاوته پاته نه شو. وضعیت داسي دی چې له هغو کسانو سره چې په نظام کې شامل دي او د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي باید قانوي چلن وشي.»
د عبدالله عبدالله د دفتر له خوا په خبره شوې بیانیه کې د هغه په حواله لیکل شوي دي: «هغه دولتي مامورین چې د ملا عمر د فاتحې په مرسمو کې يې ګډون کړی دی، باید په رسمي توګه وپوښتل شي او په دې اړه د اقداماتو رپوټ باید په واضیح ټوګه ورکړل شي.»
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي، د ملا عمر یادون او له هغه سره همدردي «د افغانستان له ملت سره جفا او د زرونو شهیدانو وینو ته توهین» بللی دی.
د ملي امنیت ادارې ویاند ویلي دي: «له همدې کبله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کوي چې د ملا عمر او د هغه د یارانو د همدردۍ، همغږۍ او یا هم یادون غونډي خپل نظامي هدف وگرځوي.»
که څه هم افغان چارواکو د هغو دولتي کارکوونکو نومونه نه دي اخیستي چې د ملا عمر د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو، خو تر دې دمخه په دغو مراسمو کې د سولي شورا د غړو د ګډون رپوټونه ورکړل شوی ول.