1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د څارنوالۍ په دستگاه کې به اصلاحات رامنځ ته شي»

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۳ دی ۲۱, یکشنبه

د افغان ولسمشر حقوقي سلاکار ویلي دي چې ډیر ژر به د څارنوالۍ وجود له هغو کسانو څخه پاک شي چې پر فساد اخته وي او غیر مسلکي وي. هغه په نزدې وخت کې په عدلي او قضایي برخه کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو خبر هم ورکړ.

https://p.dw.com/p/1EIaX
انځور: DW/H.Sirat

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ میاشتې ۱۱مه) د اساسي قانون د تصویبیدو د یوولسمې کلیزې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دې هیواد په څارنوالیو کې به ډیر ژر اصلاحات عملي کړای شي.

ښاغلي محمدي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: « څارنوالۍ باید بدلون ومومي،‌ اوسنی حالت یې په هیڅ وجه د منلو وړ نه دی. د دې دستګاه له فاسدو څېرو سره به جدي چلن وشي.»

د ولسمشر حقوقي سلاکار وویل چې ځیني کسان شته چې د ژورنالیزم، ادبیاتو او اقتصاد له رشتو څخه فارغ شوي دي او په څارنوالۍ کې کار کوي. د هغه په وینا آن د دولسم ټولگي فارغین د څارنوال او د استناف د محکمې د رئيس په توگه کار کوي. عبدالعلي محمدي پر دې خبره ټینګار وکړ چې له دې وروسته به غیر مسلکي کسان «د څارنوالۍ په دستگاه کې ځای نه لري.»

ښاغلي محمدي د لویې څارنوالۍ له سرپرست څخه وغوښتل: «فاسدې څېرې ټولې پېژندل شوې دي چې تاسو یې هم ښې پېژنئ. زه د لویې څارنوالۍ له سرپرست ښاغلي جلال صاحت څخه غواړم چې د هغې پاڼې په ځواب کې چې دوی ته راغلې همدا نن یا که ډېر وځنډیږي تر سبا پورې ټولې هغه څېرې ګوښه کړي چې په فساد کې تر بل هر چا ډیر ښکېل دي او مکتوب دې د ولسمشرۍ ماڼې ته راواستوي.»

د عبدالعلي محمدي په خبره دا ځل د اساسي قانون د پلي کېدو له پاره تر ټولو وړاندې باید په عدلي او قضايي ارګانونو کې سمون راشي. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل تر هغه وخته چې له څارنواليو او عدلي ارګانونو څخه د فساد جرړې نه وي ایستل شوې د فساد مخنیوی ناشونې دی.

د ولسمشر حقوقي سلاکار په خپلو څرگندونو کې د قضایي دستگاه یو شمیر پریکړو ته په اشارې سره وویل چې داسې موارد هم شته چې ابتدایي محکمې تورن کس په ۲۰ کاله زندان محکوم کړی دی، خو د استناف محکمې بیا هغه ته برائت ورکړی دی.

د افغانستان اساسي قانون یوولس کاله تر مخه تصویب شو.