1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عباس: ISI د حقاني سره اړيکي لري، خو ملاتړ يې نه کوي

۱۳۹۰ مهر ۳, یکشنبه

د پاکستان د پوځ په يوه لنډه خبرپاڼي کي راغلي، چي« د پوځ قوماندانان به د امنيتي وضعيت پر لومړيتوبونو باندي کتنه وکړي.»د پوځ وياند ويلي دي، چي د هيواد د استخباراتي ادارې مشري د حقاني شبکې سره اړيکه لري، خوملاتړ يې نه کوي.

https://p.dw.com/p/12g8C
د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس
د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباسانځور: AP

وروسته تر هغه چي واشنګتن تور ولګاوه چي اسلام آباد د افغانستان د خاوري په دننه کي پر امريکايي هدفونو باندي د حقاني د ترهګري شبکې څخه ملاتړ کوي، د پاکستان د پوځ مشر، اشفق کياني نن د لوړ پوړوقوماندانانو يوه ځانکړي غونده دايره کړه.

 

د پاکستان د پوځ دغه بيړنۍ غونډه د متحده ايالاتو د هغو تورونو په وړاندي د غبرګون په توګه دايريږي، چي ګواکي د پاکستان استخباراتي اداره، ISI، د حقاني د ترهګري شبکې څخه ملاتړ کوي.

 

کياني چي نن ناوخته لندن ته ځي او هلته د ستراتيژيکي مطالعاتو او دفاعي څيړنو سلطنتي انستيتوت ته وينا کوي، د خپل پوځ د قوماندانانو د غوندي مشري په غاړه لري.

 

د پاکستان د پوځ لوړ پوړي  قوماندان په غوصه سوي دي، او وايي چي امريکا متحده ايالات غواړي په افغانستان کي د جګړې له امله د رامنځ ته سوو ستونزو ملامتيا پر نورو واچوي.

 

د پاکستان د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال، طلعت مسعود وايي: «دغه غونډه د کړکيچ د بد ورګي غټه نښانه ده.»  نوموړي په خپله ارزونه کي زياتوي: « هغوی يعني قوماندان به يو اعلاميه خپري کړي ترڅو د پوځ په دننه کي د يو والي او پيوستون نښانه ښکاره کړي.او وښيي چي دوی سره يو موټي دي.»

 

له دغي غونډي څخه مخکي کياني د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي  قوماندانۍ له قوماندان، جنرال جيمزان متيز سره وليدل. خو د پاکستان د پوځ وياند، تورن جنرال، اطهرعباس، وويل چي دغه ليدنه کتنه او د پوځ د قومانداني ننۍ غوڼده يو د بل سره کوم «تړاو» نه لري.

 

د پاکستان د پوځ  نوموړي وياند د متحده ايالاتو له تلويزوني شبکي، سي ان ان، سره په يوه مرکه کي وويل، چي استخباراتي اداره، ISI د حقاني له شبکي سره اړيکه لري، خو د دغي شبکي له ترهګرۍ څخه ملاتړ نه کوي.

 

اطهر عباس وويل: «هره استخباراتي اداره ددې ليواله ده چي له يوې مخالفي ډلي، يا ترويستي ډلي او نور داسو ډلو سره د مثبت هدف په مقصد اړيکه ولري.»

 

هغه زياته کړه:«خو د سولي لپاره د لاري د برابرولو په مقصد د اړيکو د ساتلو او د يو متحد پر ضد د ملاتړ تر منځ ډير زيات توپيردی.»

 

د متحده ايالاتو پوځي مشران وايي، چي پاکستاني پوځ له ځان څخه داسي نښه نښانه نه ده ښودلي، چي د خپلي خاوري په دننه کي دي د حقاني شبکې د ټکولو لپاره په اقدام لاس پوري کړي او حتي له واشنګتن سره د خپلو اړيکو د خراپيدو پروا هم نه کوي.

 

د متحده ايالاتو د پوځ لوی درستيز، مايک مولن د تيري پنجشنبې په ورځ د پاکستان استخباراتي اداره، آی اس آی، تورنه کړه، چي په کابل کي د متحده ايالاتو پر سفارت باندي د سپتمبر د 13 نيټې د بريدونو او د وردگو په ولايت کي د يوې لارۍ په واسطه د بمي حملي چي په نتيجه کي 77 امريکايي سرتيري ټپيان سول، په پلانونو کي د حقاني له ډلي سره مر سته کړې ده.

 

د پاکستان د پوح مشر اشفق کياني دغه تورونه رد کړي، او وايي چي، دا بې ځايه ادعاوي  دي او د هغو عامه ملامتيا يوه برخه ده چي، هدف يې په افغانستان کي د سولي د پروسې شنډول دي. د پاکستان صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني هم دغه ډول يوه وينا پرون کړې ده.

 

د هغه له خوا په يوې ليکل سوي وينا کي راغلي دي: « موږ په کلکه توګه هغه تورونه ردوو چي ګواکي د حقاني له ډلي او يا په افغانستان کي د پرديو د ګتو د ساتني لپاره د يوې جګړې سره مرسته کوو.»

 

تردې مخکي د متحده ايالاتو د دفاع وزير، ليون پانتيا خبرداری ورکړ، که چيري پاکستان د حقاني ډلي د له منځ وړولو لپاره اقدام و نه کړي متحده ايالات به په يو اړخيزه توګه د پاکستان د خاوري په دننه کي په پوځي عملياتو لاس پوري کړي.

 

د دې ډول وينا په وړاندي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري پرون غبرګون ښکاره کړاو وويل  چي هيڅ هيواد حق نه لري، د پاکستان د خاوري په ننه کي مداخله وکړي.

 

نوموړي دغه  خبره د پاکستان له يوې شخصي تلويزيوني شبکې سره په مرکه کي ياده کړه.

 

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل