1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: په ټوله سيمه کي يو کلينيک نه لرو

۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د ليري پرتې سيمي (سايګز)اوسيدونکي په خپله سيمه کي د روغتيايي مرکزونو له نشتوالي څخه شکايت کوي.

https://p.dw.com/p/164C8
انځور: AP

د دې سيمي خلګ وايي، چي د دوى په سيمه کي هيڅ داسي روغتيايي اسانتياوي او سيمه ييزډاکټران نسته چي دوى خپل ناروغان ورښکاره کړي.

د سايګز اوسيدونکي زياتوي، چي د ولسوالۍ بازار ته غزېدلي لاري د وسله والو له خوا تړل سوي دي او کله چي کومه لار پيدا کړي نو د ليري والي او خرابوالي له امله ئې يو شمير ناروغان روغتون ته پرلاره مړه سي.

د يادي سيمي کليوال دولت ته ډاډ ورکوي، چي که چيري ئې په سيمه کي روغتيايي مرکزونه فعال سي، ساتني ته به ئې خپله ملا وتړي:

«زموږ د سيمي ټولي لاري د ولسوالۍ له بازار سره تړلي دي، په ټوله سيمه کي يو کلينيک هم نه لرو، تر ټولو مو ژوند د کلينيکونو د نستوالي سره په عذاب دئ. تاسي باور وکړئ، چي مريضان په ډېر زحمت په ولسوالۍ کي تر ډاکټرانو پوري رسوو. داسي ډېر وختونه راغلي دي چي مريضان مو له سختي ناسازۍ څخه پرلاري مړه سي او بيرته ئې کلي ته مړی را وړو.»

د ارغنداب ولسوالۍ د سايګز د سيمي د اوسيدونکو په خبره، د دوى په سيمه کي خلګ د روغتيايي ستونزو د ليري کولو له پاره له دوديزو درملو(سپېرکۍ،اريړه، خواږه ولني او... ) څخه کار اخلي.

د زابل ولايت د عامي روغتيا مسئول ډاکټر لعل محمد توخى هم په ياده سيمه کي د خلګو روغتيايي ستونزي پرځاى ګڼي او وايي دوى د سايګز له پاره روغتيايي مرکزونه په پلان کي نيولي دي، خو په خبره ئې چي د نا امنيو له امله ئې فعال کيدوته زړه نه ښه کوي.

ښاغلى توخى زياتوي که چيري امنيتي ځواکونه يا هم د کلي خلګ دوى ته د روغتيايي څانګو د ساتلو ژمنه ورکړي د روغتيا رياست چمتودى چي په نوي کال کي د خپل پلان پربنسټ هلته روغتيايي مرکزونه پرانيزي:

«د سايګز سيمي د اوسيدونکو روغتيايي ستونزي پرځاى دي، په رښتيا هم هلته د نا امنيو له کبله موږ روغتيايي مرکزونه نه لرو. خو که چيري خلګ ئې د ساتلو ژمنه وکړي د راتلونکي کال له پاره به ئې په پلان کي ونيسو.»

د روغتيارئيس زياتوي، دوى نه يوازي ددغي منطقې، بلکي د يادي ولسوالۍ په نورو سيمو کي هم د روغتيايي اسانتياو چمتوکولو ته تيار دي او په نزدې راتلونکې کي به په دغه ولسوالي کي د روغتيايي ستونزو ګراف را کښته کړي.

د زابل ولايت ارغنداب ولسوالي يوې اوږدې ناوې ته ورته ولسوالي ده چي په منځ کي ئې د ارغنداب سيند بهيږي، شمال ته ئې دايچوپان، سهيل ته ئې مېزانه او ختيځ ته ئې د شاه جوۍ ولسوالي پرته ده.

د دې ولسوالۍ ډېرى خلګ په کرونده بوخت دي چي مهم پيداوار ئې پنډي وريجي، غنم، جواري، اوربشي، انګور، زردالو، توت او بادام دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل