1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عالمانو شورا: غذايي اعتصاب حرام دی

۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا له لوري د دويچه ويله پښتو انټرنټ پاڼي ته په را استول سوي دغي فتوا پاڼه کي راغلي، چي پرځان باندي د خوراک او څښاک بندول قطعاً حرام دى.

https://p.dw.com/p/12qRc
د عالمانو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف
د عالمانو شورا مشر مولوي قيام الدين کشافانځور: picture alliance / dpa

د افغانستان د عالمانو شورا په يوه بې ساري اقدام کي د نه خوړلواعتصاب حرام بللی. د نه خوړلو د اعتصاب په اړه دعالمانو شورا دغه فتوا نن افغانانو ته اعلام سوې ده.

د عالمانو شورا په د اسي حال کي خوراکي اعتصاب حرام ګڼي، چي په دي ورستيو کي يو شمېر افغانانو له حکومت څخه د اعتراض په توګه په غذايي اعتصاب لاس پوري کړی دی.

په يوه وروستۍ پيښه کي له ولسي جرګي څخه د هرات ولايت شړل سوي استازي سيمين بارکزۍ په ورته کار لاس پوري کړی او وايي، ترهغه پوري چي يي حقوق ورته بيرته نه يي ورکړل سوي دا به خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.

د سيمين بارکزۍ د نه خوړلو اعتصاب نن خپلي يولسمي ورځي ته ننوزي. خو د ټول ټاکنو خپلواک کمېسيون تيره ورځ وويل چي د هغې دغه اعتصاب ولسي جرگې ته په بيرته ورتگ کښي هيڅ گټه و نه لري.

دعالمانو شورا د دغي فتوا په يوه برخه کي راغلي: « انساني نفس دالله تعالى مخلوق او امانت دى،انسان په خپله د خپل نفس مالک نه دى، چي څنګه يي زړه وغواړي هغه شان تصرف پکي وکړي، بلکي لکه د نورو بندګانو په شان به دخپل نفس په باره کي دالله جل جلاله د حرامو او حلالوحدودو پوره، پوره پاپندي کوي، څه چي الله جل جلاله حلال کړي دي له هغېنه به ګټه اخلیاو څهچي يې حرام کړي،د هغېنه به ځان ساتی، نو په ځان باندي دحلالو شيانو بندول حرام دي».

مېرمن بارکزۍ يوولس ورځي مخکي د نه خوړلو اعتصاب پيل کړی
مېرمن بارکزۍ يوولس ورځي مخکي د نه خوړلو اعتصاب پيل کړیانځور: dapd

د افغانستان د عالمانو سرتاسريشورا همدارنګه دخپل نفس تعذيبول او وژل د قرآني نصوصو او نبوي احاديثو له مخي داسي حرامګڼلي،لکه د بل نفس وژل او تعذيبول چي حرام دي.

همدا راز د عالمانو شورا هغه کسان، چي د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کوي د الله ج له دين څخه ناخبره بللي، چي په وينا يې، د مدني حقوقو ترنامه لاندي اسلامي حدود تر پښو لاندي کوي.

د عالمانو شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف له قوله راغلي، چي هغه کسان چي د نه خوړلو په اعتصاب سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي په اصل کي اسلامي حدود تر پښو لاندي کوي،

حرامو ته حلال وايي اوحلالو ته حرام وايي، چي دا کار د اسلامي عقيدي او شريعت له مخي کفر دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل