1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عاقله آصفي د ښوونکي نړيوالي جايزې ته نومول شوې

۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعه

په پاکستان کې د افغان مهاجرو په کمپ کې جوړ، د عاقلې آصفي په ښوونځي کې تر۱۰۰۰ زیات افغان او پاکستاني شاگردانو زده کړي دي. د هغې له ښوونځي څخه فارغه شوي شاگردان نن ورځ ډاکټران، استادان او رسمي مامورین دي.

https://p.dw.com/p/1I2mH
انځور: Anam Abbass

عاقله په افغانستان کې معلمه وه. کله چې په ۱۹۹۲م کال کې په افغانستان کې کورنۍ جگړه پیل شوه نو هغې له خپل خاوند سره یوازي د کور یو څه ضروري سامانونه واخیستل او د پاکستان میانوالي سیمې ته څیرمه د کوټ چندانه، په مهاجر کمپ کې یې واړول.

هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې کمپ ته په راتلو سره یې دا محسوسه کړه چې دلته د افغانانو ژوند څومره ستونزمن دی. عاقله چې پخپله هم یوه معلمه وه ویې لیدل چې د افغانانو په دغه کمپ کې د نجونو له پاره هیڅ ښوونځی نه شته.

عاقله آصفي وایي: «زه بېلابیلو کورونو ته ولاړم او ښځي مي په دې پوهي کړې چې هغوی هم خپلې نجونې ښوونځيو ته ولیږي خو د کلتوري دودونو له کبله یې لوڼي د نورو سیمو ښوونځیو ته لیږل نه غوښتل. همدا وجه وه چې ما پریکړه وکړه په خپل کوچني کور کې به نجونو ته زده کړه ورکوم.»

میرمن آصفي په خپل کاله کې د نجونو له پاره یو ښوونځی جوړ کړ. هغه وایي چې په لومړي سر کې ډیري کمې نجونې ښوونځي ته راتلې. په لومړي سر کې هغې دغو نجونو ته اسلامي زده کړې، د کور کار او نظافت په هکله درس ورکړ. د وخت په تیریدو سره چې کله خلکو ولیدل چې ښوونځي ته تلونکي نجونو نظافت سم او پوهه یې زیاتیږي نو هغوی هم خپلي لوڼي ښوونځي ته ولیږلې. بیا وروسته هغوی ته د نورو مضامینو درس هم ورکول کیدی.

دا چې په پاکستان کې افغان کډوال له سختو مالي ستونزو سره مخامخ ول نو عاقلې آصفي د نجونو له میندو او پلرونو څخه د ښوونځي فیس نه اخیست. د ښوونځي د جوړیدو په لومړیو ورځو کې به نجوني پر ځمکه کښیناستې او درس به یې وایه. څه موده وروسته عاقلې آصفې په خپل لگښت د نجونو له پاره کتابونه، قلمونه او کتابچې او نور شیان رانیول.

عاقله آصفي د «ښوونکي نړيوالي جايزې» ته نومول شوې ده
عاقله آصفي د «ښوونکي نړيوالي جايزې» ته نومول شوې دهانځور: Anam Abbass

عاقله آصفي په دې هکله وایي: «په دې سیمه کې تر لیري ځايه پوري د نجونو له پاره کوم ښوونځی نه وو. له دې کبله زموږ کمپ ته څیرمه له یوه کلي څخه پاکستانۍ نجونو هم ښوونځي ته راتلل پېل کړل.»

کابو څلور کاله وروسته یعنې په ۱۹۹۶م کال کې د مهاجرو له پاره د ملگرو متلونو ادارې د عاقلې آصفي د تشویقولو له پاره د هغې کور په ښوونځي بدل کړ. تر اوسه د عاقلې آصفي له ښوونځي څخه ۱۰۸۰ نجوني فارغي شوي دي. په دغو کې خو ۱۲۵ نجوني بیا له اتم ټولگي څخه تر فارغیدو وروسته لوړي زده کړې هم کړي دي.

عاقله آصفې په فخر سره وایي: «زما یوه پاکستانۍ شاگرده اوس په میانوالي کې ډاکټره ده. هغه د دې مهاجر کمپ د ناروغانو وړیا درملنه کوي. زما شاگرداني اوس په کابل کې ښوونکي دي، دا زما له پاره د ویاړ خبره ده.»

تیر کال عاقلې آصفي ته د تعلیمي په توگه د هغې د هڅو له کبله د ملگرو ملتونو د «نینسن ریفیوجي» جايزه هم ورکړه شوه. له دغې جایزې سره یو لک امریکایي ډالر هم مل ول. په دغو پیسو باندي عاقله آصفي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې سره په گډه په ښوونځي کې د نهم او لسم ټولگي له پاره خوني جوړوي. د دې تر څنگ هغه په ښوونځی کې یو ساینسي لابراتوار، دوه تشنابونه او یو کتابتون هم جوړول غواړي.

د عاقلې آصفي د هڅو له کبله د کم سنه نجونو د ودولو په ناوړه دود کې هم کمښت راغلی دی او د تعلیم د اهمیت په هکله پوهاوی هم زیات شوی دی. سږ کال عاقله آصفي د تعلیم په برخه کې د زیار ایستلو له کبله د «گلوبل ټیچر پرایز» یا د ښوونکي نړیوالي جایزې، ته نومول شوې ده. د هغې نوم له ټولۍ نړۍ څخه د ۸۰۰۰ نومول شوو کسانو د نوملړ په لومړیو لسو کسانو کې راغلی دی.

د عاقلې آصفي د دې بریا په هکله په پاکستان کې د کډوالو چارو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې مشرې اندریکا رایټ، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «عاقلې تر یوې ونې لاندې د ښوونځی چارې پیل کړي وې. هغه یوه بې بېلگې ښځه ده چې بې له کوم مقصد څخه یې بې شمېره خلکو ته یو روښانه راتلونکي ورکړ.» هغې زیاته کړې ده چې زه هیله منه یم چې هغه دغه جایزه وگټي او د تعلیم په ډگر کې خپلې هڅې جاري وساتي.